د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۵

بلخ کې د 'مایک سپېن' کمپ مسوولیت افغان ځواکونو ته وسپارل شو


بلخ کې د مارمل لوی کمپ
بلخ کې د مارمل لوی کمپ

د مایک سپېن کمپ په بلخ کې د مارمل لوی کمپ په یوه برخه کې موقعیت لري چې تر دې پخوا د جرمني ځواکونو له خوا اداره کېده.

د دغه کمپ کیلۍ تېره ورځ په شمال زون کې د غوڅ ملاتړ ځواکونو د قوماندان جنرال مایر له خوا د شاهین قول اردو مشر جنرال مصطفی وردک ته وسپارل شوه.

په مارمل کمپ کې په مجموعي توګه ۹۴۰ جرمني ځواکونه دېره دي.

دغه ځواکونه له ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې په شمال زون کې د شاهین قول اردو د ځواکونو د تجهیز، روزنې او مشورې چارې پر مخ بیايي.

په هغه خبر پاڼه کې چې د شاهین قول اردو له لوري رسنیو ته استول شوې، د جنرال مایر له قوله په کې راغلي چې نړېواله ټولنه به افغانستان یوازې پرې نه ږدي.

خبرپاڼه زیاتوي له دې وروسته به نړېوالې مرستې افغان ځواکونو ته په لوژستیکي او تسلیحاتي برخو کې ترسره کېږي.

په همدې حال کې د بلخ د والي مرستیال غلام فاروق خپلواک په بلخ کې ملي اردو ته د بهرني ځواکونو د یوه کمپ د سپارلو په تائید سره وايي چې له یوې اوونۍ را په دې خوا دغه ولایت کې د طالبانو حملې هم زیاتې شوي دي.

هغه وویل چې همدا اوس هم په چهاربولک، چمتال او دولت اباد ولسوالیو کې د افغان امنیتي ځواکونو له خوا د طالبانو پرضد ګډ پوځي عملیات پیل شوي.

ښاغلي خپلواک وویل چې د بهرني ځواکونو وتل به له اقتصادي او امنیتي اړخه پر افغانستان تاثیر ولري.

ده زیاته کړه: " امنیتي او اقتصادی وضعیت به د دغو ځواکونو په وتلو سره متاثره شي، خو خلک دې اندېښنه نه کوي، ځکه له څو کلونو راهیسې افغان ځواکونه د طالبانو پر وړاندې په مستقلانه توګه عملیات پر مخ بیایي."

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ د مې میاشتې له لومړۍ نېټې پیل شوه او د راتلونکي سېپټمبر میاشتې تر یوولسمې نېټې پورې به بشپړه شي.

XS
SM
MD
LG