روسیه: له ۱۰ امریکایي ډيپلوماتانو به وغواړو چې له هېواده ووځي

ارشیف

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وایي، د امریکا له خوا د دوی د ډيپلوماتانو د اخراجېدو حکم ته به په کلکه توګه ځواب ورکړي.

سرګي لاروف پرون جمعه (د وري ۲۷مه) له خپل سربي سیال سره د یوه خبري کنفرانس پرمهال وویل، له لسو امریکایي ډیپلوماتانو به وغواړي چې له روسیې ووځي.

لاوروف دغه راز وویل، د ولسمشر ولادمیر پوتین د بهرنیو اړیکو ستر سکرتر به په مسکو کې د امریکا له سفیره وغواړي چې د مشورو لپاره واشنګټن ته ستون شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف

دا اقدامات داسې مهال کېږي چې د امریکا او روسیې اړیکې د یو او بل په چارو کې د لاس وهنو په تور خړې پړې دي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن تېره مارچ میاشت کې خپل روسي سیال ولادمیر پوتین ته د قاتل خطاب وکړ.

په دې اړه نور: د امریکا ولسمشر: د روسې ولسمشر پوتین 'قاتل' دی

د بایډن له دغو خبرو وروسته په واشنګټن کې د روسیې سفیر هم د مشورې لپاره مسکو ته وغوښتل شو.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وایي، مسکو دا مهال په دې هڅه کې دی چې دغلته د امریکایي سوداګرو پر وړاندې د ده په ټکو دردونکی اقدام وکړي او اته امریکایي چارواکي د بندیزنو لېست کې شامل کړي.

د لاوروف په خبره په روسیه کې امریکایي سازمانونو او موسسې هم د دوی په چارو کې لاس وهنه کوي او بندې به یې کړي.

روسیه دا غچ اخېستونکي اقدامات داسې مهال اعلانوي چې د تېرې پنجشنې په ورځ امریکا د لسو روسیي ډيپلوماتانو د اخراجېدو خبره وکړه.

بایډن اوونۍ اعلان وکړ چې دی او روسي سیال یې یوه درېیم هېواد کې سره ګوري.

پر دغو ډيپلوماتانو تور دی چې د امریکا د ۲۰۲۰ کال په ټاکنو کې یې لاسوهنه کړې او د کریملین په همکارۍ یې دغلته پر دولتي ادارو سایبري بریدونه کړي دي.

امریکا دغه راز وویل چې پر اته دېرشو روسانو بندیزونه هم لګوي.

په همدې حال کې د امریکا ولسمشر جوبایډن تېره اوونۍ اعلان وکړ چې دی او روسي سیال یې یوه درېیم هېواد کې سره ګوري.

بایډن وویل، د مسکو او واشنګټن ترمنځ د نانندریو او لانجو د لېرې کولو وخت را رسیدلی دی.

د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف هم ویلي، دا ښه چاره ده چې امریکا د خبرو له لارې د ستونزو د هواري په لټه کې ده.