د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۵

اوکراین سره په پوله د پاروونکو اقداماتو په اړه روسیې ته د واشنګټن ګواښ


له اوکراین سره پر پوله د روسیې تازه پوځي تحرکاتو په وړاندې د اقدام لپاره تلونکي اوکرایني سرتېري
له اوکراین سره پر پوله د روسیې تازه پوځي تحرکاتو په وړاندې د اقدام لپاره تلونکي اوکرایني سرتېري

له اوکراین سره پر پوله د روسیې تازه پوځي تحرکاتو امریکا او لوېدیځ هېوادونه اندېښمن کړي دي.

امریکايي چارواکو له اوکراین سره په پوله د ګڼو روسي پوځیانو ځای پر ځای کول بې‌باکانه اقدام بللی دی او ویلي یې دي چې دوی او اروپايي متحدین‌یې اندېښمن کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن یکشنبه له اېن بي سي ټلوېزیون سره په مرکه کې ګواښ وکړ چې که روسیه پاروونکو اقداماتو ته دوام ورکړي بیه به پرې کړي.

ښاغلی بلېنکن زیاتوي: "همدا اوس چې له تاسو سره خبرې کوم باید درته ووایم چې له اوکراین سره په سرحد کې د روسیې د اقداماتو په اړه جدي اندېښنې لرو. اوس تر بل هر وخت زیات هلته له کله چې په ۲۰۱۴ کال کې یې لومړی وار حمله وکړه، ډېر روسي پوځیان حضور لري. ځکه هم موږ په اروپا کې له خپلو ملګرو او متحدینو سره په نږدې اړیکه او همغږۍ کې یو. موږ ټول په دې اړه ګډه اندېښنه لرو. ولسمشر بایډن واضح کړې ده چې که روسیه بې‌باکانه او پاروونکی عمل وکړي تاوان او عواقب به ولري."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي بلېنکن له خپلو فرانسوي او جرمني سیالانو سره هم د روسیې د تازه تحرکاتو په اړه غږېدلی او ټینګار یې کړی چې د روسیې له‌خوا په کریمیا ټاپو وزمه او د اوکراین په پوله پوځي تحرکات باید ودرېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

دا څو وروستۍ ورځې د اوکراین په ختیځ کې د اوکرایني ځواکونو او روس‌پلوه بېلتون‌پالو ترمنځ نښتو زور اخیستی دی.

ښکاري چې روسي پوځیان هم د اوکراین د پولې خوا او هم په کریمیا ټاپو وزمه کې خپل پوځي تحرکات زیات کړي دي.

د بریټانیا د بهرنیو چارو وزیر ډامینیک راب یکشنبه وختي ویلی چې لندن او واشنګټن په اوکراین کې د روسیې له بې‌ثباته کوونکو هڅو سره کلک مخالفت لري او له مسکوه غواړي چې له لانجو لاس واخلي.

د لانجو په زیاتېدو سره د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلېنسکي ترکیې ته تللی دی او له خپل ترکي سیال رجب طیب اردوغان سره‌یې خبرې کړې دي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلېنسکي
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلېنسکي

په استانبول کې له زلېنسکي سره تر لیدنې وروسته اردوغان وویل چې وروستي فعالیتونه د اندېښنې وړ دي او هیله ده چې دا لانجه په سوله‌ییزه توګه او د اوکراین د ځمکنۍ واکمنتیا سره په مطابقت حل شي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلېنسکي پنجشنبه د دغه هېواد په ختیځ سیمه دونباس کې له خپلو پوځیانو سره تر لیدو وروسته وویل چې انقره او کیف په تور سمندرګي کې د ګواښونو او له هغوی سره یو ډول دریځ لري.

کرملېن/ د روسیې جمهوري ریاست بیا د لوېدیځو هېوادونو هغه غوښتنه رد کړې چې روسي پوځیان دې د اوکراین له پولو شاتګ وکړي او ویلي یې دي چې دا پوځیان کوم ګواښ نه متوجې کوي، بلکې دا د روسیې یوه کورنۍ موضوع ده.

د کرملېن ویاند دمیتري پېسکوف یکشنبه وویل: "هېڅوک د جنګ په لور د تګ پلان نه‌لري، خو مسکو به د اوکراین د ختیځ روس ژبو د برخلیک په اړه بې‌تفاوته پاته نه‌شي."

د کرملېن ویاند دمیتري پېسکوف
د کرملېن ویاند دمیتري پېسکوف

روسیې په ۲۰۱۴ کال کې کریمیا ټاپو زومه له خپلې خاورې سره یوځای کړه. د روسیې دا کار د لږ تر لږه سلو هېوادونو له‌خوا په رسمیت نه‌دی پېژندل شوی.

مسکو د کریمیا تر الحاق وروسته د اوکراین په ختیځ کې د نورو روس‌پلوه بېلتون‌پالو ډلو په پوځي تمویل هم لاس پورې کړ. د اوکراین د ختیځ اووه کلنې جګړې څه باندې ۱،۳۰۰۰ کسان وژلي او له یو ملیون زیات کسان‌یې له خپلو سیمو وتلو ته اړ کړي دي.

XS
SM
MD
LG