د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۶

فرانسه او جرمني له اوکراین سره د روسیې پر لمسوونکو اقداماتو غږیږي


د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون او د جرمني صدراعظمه انګېلا مېرکل د اوکراین له ولسمشر ولاديمیر زلینسکي سره
د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون او د جرمني صدراعظمه انګېلا مېرکل د اوکراین له ولسمشر ولاديمیر زلینسکي سره

د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون او د جرمني صدراعظمه انګېلا مېرکل به د اوکراین له ولسمشر ولاديمیر زلینسکي سره نن د کییف د ملاتړ په موخه خبرې وکړي.

دوی دا خبرې په داسې مهال کوي چې د اوکراین په پولو او په اشغال شوې کریمیا کې د روسیې د پوځیانو د زیاتېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي.

د فرانسې د ولسمشرۍ دفتر وايي، مکرون پاریس کې له زلینسکي سره په غرمنۍ مېلمستیا کې ویني او بیا به دواړه مشران د ویډیو کنفرانس له لارې د جرمني له صدراعظمې انګېلا مېرکل سره خبرې وکړي.

د مکرون دفتر وویل، د اوکراین حاکمیت له خطر سره مخامخ دی، د دوی هڅه به دا وي چې ترینګلتیا کمه کړای شي.

زلینسکي وویل، په پاریس کې خبرې به مرسته وکړي چې د نورماندې په شان د خبرو د چوکاټ له رامنځته کېدو سره مرسته وشي چې د اوکراین، روسیې، فرانسې او جرمني مشران په کې شامل وو او د اوکراین د شخړې د حل کولو هڅه په کې وشوه.

د اوکراین ولسمشر ولاديمیر زلینسکي
د اوکراین ولسمشر ولاديمیر زلینسکي

فرانسه او جرمني له ۲۰۱۵ میلادي کال راهیسې په دې مسئله کې منځګړتوب کوي.

د وروستیو ورځو عکسونه، ویډیوګانې او نور معلومات ښيي چې د اوکراین د پولو خوا ته یا پولو ته نژدې او په کریمیا کې روسي پوځیانو پراخ تحرکات پیل کړي دي.

دې چارې دا اندېښنه زیاته کړې چې روسیه اوکراین ته د پوځیانو لېږلو ته تیاري نیسي.

د امریکا متحدو ایالاتونو او ناټو دا له ۲۰۱۴ میلادي کال را په دې خوا د روسیې د پوځ تر ټولو لوی خوځښت بللی دی.

په ۲۰۱۴ میلادي کال روسیې کریمیا له خپلې خاورې سره وتړله او په هغه شخړه کې یې د اوکراین د ختیځ د بیلتون غوښتونکو ملاتړ وکړچې تر ۱۳ زره ډېر کسان په کې وژل شوي دي.

زلینسکي وروسته له دې له مکرون او مېرکل سره ویني چې د اوکراین د بهرنیو چارو وزیردیمیترو کولیبا د نړۍ اوسنی ملاتړ ناکافي وباله او د لوېدیځ د زیات ملاتړ غوښتنه وکړه.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر پر مسکو تور پورې کړ چې په ښکاره د جګړې او د اوکراین د دولت د نړولو ګواښونه کوي.

ده دا هم وویل، پکارده چې روسیې ته وښودل شي چې د اوکراین په ختیځ کې د دغه هېواد اقدامات ډېر دردوونکي عواقب لرلی شي.

ده زیاته کړه، د اوکراین لپاره سره کرښه د دغه هېواد پولې دي.

که روسیه له دغو کرښو واوړي، باید چې سزا یې وویني.

د روسیې دفاع وزیر ویلي چې ځواکونه یې د ناټو تړون د ګواښونو د ځواب ویلو او پوځي تمرینونو لپاره راټول شوي دي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن او د جرمني صدراعظمې انګېلا مېرکل د روانې اوونۍ په پیل کې پر روسیې غږ وکړ چې په پوله کې د ځواکونو شمېر کم کړي.

XS
SM
MD
LG