امریکا سفارت: خلیلزاد کابل کې د استانبول غونډې د اهمیت په اړه ګډ لیدلوری موندلای

د ښځو د حقونو له ملاتړو او د مدني ټولنو له استازو سره د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد خبرې او مشورې

زلمی خلیلزاد د افغان حکومت له مشرانو، سیاسیونو او نورو فعالانو سره له څلور ورځنيو لیدنو وروسته، له افغانستان ولاړ.

کابل ته د خلیلزاد د سفر اصلي هدف د استانبول غونډې په اجنډا خبرې اترې وې.

په کابل کې د امریکا سفارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې لیکلي، خلیلزاد په تېرو څلور ورځو کې د استانبول غونډې د چمتووالي په اړه له حکومتي مشرانو، سیاسيونو، د ښځو د حقونو له ملاتړو او د مدني ټولنو له استازو سره خبرې او مشورې کړي او دغه‌راز په کابل کې یې د دغې غونډې د اهمیت په اړه یو ګډ لیدلوری موندلای دی.

خبرپانه کې وړاندې راغلي، هغه په دې لیدنو کې ټینګار کړی چې د سولې په روانو خبرو کې د ښځو او لږکیو حضور د افغانستان د بحران د پای لپاره اړین دی.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د جمهور رئیس غني لومړي مرستیال امرالله صالح وویل، له خلیلزاد سره په لیدنه کې دوی د استانبول د غونډې په اجنډا خبرې کړي چې مهم ټکي یې اوربند او د افغانستان راتلونکی نظام دی.

د افغانستان حکومت منلې چې د استانبول غونډه به روانه اوونۍ وشي، خو ځینو سرچینو د دې غونډې کره نېټه د اپرېل میاشتې ۱۶مه ښودلې ده.

د دې غونډې د چمتووالي او تر خوا یې یوې پایلې ته د رسېدو په برخه کې د ملګرو ملتونو اغېز هم جوت دی. د همدې لپاره په افغانستان د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبرا لاینز هم له افغان چارواکو سره خپلې لیدنې زیاتې کړي.

تازه هغې نن له جمهور رئیس غني او د ملي مصالحې عالي شورا له رئیس عبدالله عبدالله سره کتلي دي.

یوناما د دې لیدنو وروسته په خپله ټویټرپاڼه ولیکل، په دې لیدنو کې د استانبول پر راتلونکې غونډې بحث او خبرې شوي.

سرچینه زیاتوي، له جمهور رئیس غني سره په لیدنه کې دواړو لورو یوه سیاسي جوړجاړي ته د رسېدو، د تاوتریخوالي په کمېدو او د سولې په خبرو کې د ښځو د پراخ ګډون په اړه خبرې کړي.

په ورته وخت کې د ملي مصالحې عالي شورا وايي، دیبرا لاینز او عبدالله عبدالله د استانبول غونډې لپاره په چمتووالي او د افغانستان د اسلامي جمهوریت له‌خوا د استانبول غونډې ته پر وړاندې کېدونکې طرحې خبرې کړي.

د دې شورا ویاند فریدون خوځون زیاتوي: "د افغانستان اسلامي جمهوریت له اړخه د ترکیې ناستې ته بشپړ چمتووالی نیول شوی دی. هر کله چې د مذاکراتو تاریخ او د ګډون کچه معلومه شي، د افغانستان اسلامي جمهوریت به په‌کې ګډون وکړي. زموږ هیله دا ده چې په دې ناسته کې د جګړې د درېدو او د اوربند په ګډون په ځینو مهمو برخو هوکړه وشي."

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون

په ورته وخت کې، په کور دننه ځیني قشرونه د سولې بهیر کې د خپلې کمرنګه ونډې په اړه اندېښمن دي، خو د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت چې د دوشنبې په ورځ‌یې په کابل کې د قربانیانو له کورنیو سره ناسته جوړه کړې وه، دوی ته‌یې په دغه بهیر کې د ملاتړ ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ ورکړ.

‎دغه وزارت وايي، تازه‌یې یوه کمېټه جوړه کړې چې له دې لارې به د جګړو د قربانیانو، شهیدانو د کورنیو او معلولینو غوښتنې او نظریات د سولې په خبرو اترو کې منعکس کړي.

‎د یاد وزارت د بشر حقونو او مدني ټولنو مرستیالې ډاکتر عالمې په جوړې شوې ناسته کې ټینګار وکړ چې د سولې پروسه به د دوی له نظریاتو او ونډې پرته دوامداره نه‌وي.

تر دې وړاندې د بشر حقونو څار نړیوال سازمان، د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون او د بشري حقونو فعالانو هم تل د افغان سولې په پروسه کې د جګړو د قربانیانو د نظرونو، ونډې او له دغه بهیر عدالت ته د دوی پر لاسرسي ټینګار کړی.

دا په داسې حال کې ده چې متحده ایالات وايي، د سولې هغه بهیر به بریالی وي چې د افغانانو په مشرۍ وشي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بېلنکن له ان‌بي‌سي نیوز ټلوېزیون سره مرکه کې ویلي، دوی غواړي دا جګړه پای ته ورسوي او خپل پوځ خپل هېواد ته ستون کړي.

ښاغلي بلېنکن له افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د پوځي ځواکونو د وتلو د تجربې د تکرار د احتمال په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، ولسمشر بایډن د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو پر ژمنه ولاړ دی، خو هغه زیاته کړه چې که طالبان هغه تجربه تکرار کړي، نو د نړیوالو له ملاتړ څخه به بې‌برخې شي.

ښاغلی بلېنکن وايي: "فکر کوم په افغانستان کې که طالبان دي، که حکومت او طبعاً خلک، یو هم بیا کورنۍ جګړه نه‌غواړي. دوی ۴۰ کاله جګړه کړې. مثلاً که طالبان د مثال په ډول نړیوال رسمیت غواړي، د نړیوالې ټولنې ملاتړ غواړي او که په نوي راتلونکي حکومت کې شامل شي، نو هغه ترخه تجربه به تکرار نه‌شي، خو له دې پرته به‌یې نړیوال ملاتړ ونه‌کړي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د سیمې او نړۍ پر هېوادونو هم غږ کړی چې په دې برخه کې کوټلي ګامونه پورته او مثبت لور ته د افغانستان په وړلو کې مرسته وکړي.

ښاغلی بلېنکن همدا ډول روانه اوونۍ بروکسل ته ځي، څو د ناټو سازمان له غړو هېوادونو سره د افغانستان د سولې اړوند موضوعاتو باندې خبرې وکړي.