د ځوانانو یو بنسټ: خلیلزاد دې استانبول غونډه کې د ځوانانو ګډون یقیني کړي

د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ له غړو سره انلاین غونډه وکړه.

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ وايي، دوی غوښتنه لري چې د استانبول غونډې په ګډون د افغانستان په اړه په جوړېدونکو مهمو کنفرانسونو کې د ځوانانو ونډه یقیني شي.

د دغه ګروپ غړو پرون شنبه(د وري ۲۱مه) په انلاین غونډه کې د افغانستان لپاره د واشنګټن له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره د سولې پر موضوع بحث وکړ.

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ غړي، احسان الله حکمت ازادي راډیو ته وویل، دوی په پرونۍ غونډه کې د استانبول غونډې تر څنګ په مهمو کنفرانسونو کې د ځوانانو د رول پر زیاتېدو ټینګار وکړ.

نوموړي وویل: "دې غونډه کې د سولې په بهیر کې د ځوانانو پر ګډون ټینګاروشو. موږ همدا ډول د نوي نسل او ځوانانو اندېښنې شریکې کړې. ټینګار مو پر دې وکړ چې د افغانستان د نظام اساسي بنسټونه باید له منځه لاړ نه شي. راتلونکې غونډې چې کېږي، لکه د افغانستان په تړاو د ترکیې غونډه، په دې کې باید ځوانانو ته رول ورکړل شي او ګډون په کې ولري."

زلمي خلیلزاد پرون په کابل کې له ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي مصالحې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره هم د استانبول د کېدونکې غونډې تر څنګ د سولې بهیر د چټکتیا پر لارو چارو خبرې وکړې.

د ملي مصالحې عالي شورا د سلاکارانو د بورډ غړي، سید ظاهر مطهري مخکې ازادي راډیو ته ویلي و، په استانبول کې د افغانستان په باب غونډه د اپرېل پر ۱۶مه پیلېږي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ازادي راډیو ته ویلي، د استانبول په کنفرانس کې لا هم د طالبانو د ګډون په اړه پرېکړه نه ده شوې.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم

بل خوا په دولت کې دننه د استانبول د غونډې لپاره د یوې واحدې طرحې پر برابرولو هڅې روانې دي.

د ملي مصالحې عالي شورا وايي، د ولسمشرۍ د ماڼۍ تر څنګ د نورو اړخونو له طرحو یوه واحده طرحه برابره شوې چې پرون هم په یوه غونډه کې وارزول شوه او نن یکشنبه هم ورباندې غونډه کېږي چې نهايي او تر تصویب وروسته د استانبول کنفرانس ته وړاندې شي.

په دې اړه نور: خلیلزاد غني او عبدالله سره پر سولې او د ترکیې پر غونډې غږېدلی

د دې شورا ویاند فریدون خوځون پرون ازادي راډیو ته وویل: "کله چې د دې طرحې د تدقیق چارې ترسره شوې، تر هغه وروسته به د ملي مصالحې د رهبرۍ کمېټې ته د تصویب لپاره ځي، کله چې تصویب شوه، دا به د افغانستان اسلامي جمهوریت واحده طرحه او سند وي چې د ترکیې غونډې ته به وړاندې کېږي. دې برخه کې څه پرمختګ شوی دی. هیله من یو د ترکیې غونډه د څو مهمو توافقاتو سبب شي چې افغانستان کې لومړنۍ موضوع د جګړې درېدل دي."

د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوزون

د ملي مصالحې عالي شورا مرستیال عطا الرحمن سلیم ویلي، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد طرح هم څېړل شوې ده.

ښاغلي خلیلزاد د تېرې میلادي میاشتې په لومړیو کې د سولې د انتقالي دولت د جوړېدو طرح د افغانستان حکومت، د هېواد سیاسي مشرانو او طالبانو ته وړاندې کړې وه.