د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۰

مسیر: د ترکیې غونډه به په ټاکلې نېټه ترسره شي او که نه؟


کابل چاپ ورځپاڼې
کابل چاپ ورځپاڼې
  • مسیر

مسیر ورځپاڼې په سرلیکنه کې د ترکیې غونډې په تړاو لیکلي، که څه هم د ترکیې ناستې ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي، خو لا هم معلومه نه ده چې دغه غونډه به په ټاکلې نېټه ترسره شي او که نه؟

د لېکوال په وینا د یادې غونډې د جوړېدو پر وړاندې لا هم جدي خنډونه شته چې يوه مهمه يې لا هم د امریکا او طالبانو تر منځ د ځواکونو د وتلو په تړاو لانجه ده چې نه ده هواره شوې او که دا لانجه حل نه شي، نو د ترکیې غونډه به یا وځنډېږي او یا به هم بریالۍ نه وي.

بله مسئله چې ورځپاڼې ورته اشاره کړې هغه دا ده چې لا هم سیاسي اړخونه دې غونډې ته تیار نه دي او اجنډا معلومه نه ده او ان دا هم معلومه نه ده چې دې غونډه کې به له کابله څوک ګډون کوي؟

د لېکوال له انده دغو ستونزو ته په پام سره نه ښکاري چې د ترکیې غونډه به د اپرېل په ۱۶مه وشي او که بیا هم وشي، نو د امریکا په ډېر فشار او زور به ترسره شي، ټول اړخونه به د امریکا په زور راټول شوي وي او هرڅه به د امریکا په خوښه مخ ته ځي.

  • هېواد

خو هېواد دولتي ورځپاڼې د سولې لپاره د ولسمشرغني په طرحې لیکنه کړې ده.

ورځپاڼې لیکلي، دا طرحه درې پړاوه لري چې لومړۍ برخه يې سياسي جوړجاړی، دوهمه يې د سولې حکومت او درېيمه برخه يې د سولې ټينګښت، دولت جوړونه او مارکېټ جوړونه نومول شوې ده.

ورځپاڼې وړاندې لیکلي، د دې ترڅنګ د ملي مصالحې عالي شورا هم د استانبول غونډې لپاره د بېلابېلو طرحو له څېړنې وروسته واحده طرحه چمتو کړې او وبه ليدل شي چې دې طرحه کې کومې ځانګړنې دي او دا واحده طرحه د ولسمشر له طرحې غوره او د ملت او نړيوالې ټولنې لپاره د منلو وړ ده او که څنګه؟

د ورځپاڼې په وینا د ترکيې غونډه چې څو ورځې وروسته جوړېږي، هيله بښونکې ده او د ملت ارادې او حقونو لپاره به په کې پرېکړه وشي.

  • وېسا

وېسا ورځپاڼې کابل ته د پاکستان د پارلمان رئیس الوتنې ته د اجازې نه ورکول کېدو په تړاو سرمقاله ځانګړې کړې ده.

ورځپاڼې لیکلي، که څه هم د پاکستان د پارلمان د رئيس او ورسره ملګري پلاوي راتګ په ویاړ د کابل له هوایي ډګره تر پارلمانه د غځیدلې لارې په اوږدو کې د پاکستان بیرغونه، د میر رحمان رحماني او اسد قیصر عکسونه ځوړند شوي وو خو وروسته الوتکې ته اجازه ور نه کړل شوه چې کابل کې د حامدکرزي پر هوايي ډګر کېني.

د لېکوال په وینا د اسد قیصر لپاره د پارلمان د مشر له لوري له دغو بی ساري تشریفاتو چې احتمالاً د ښاغلي رحماني په شخصي لګښت ترسره شوي وو، ښیي چې افغانستان کې سیاست څومره د افرادو په کچه پالو، نه د دولت په کچه.

ورځپاڼې په ولسمشر غنې هم تُندې نېوکې کړي او لیکلي یې دي چې ارګ نور د سیاسي مشرانو د را ټولېدو ځای نه دی، نو دغه کار له مرکزه د تېښتې روحیه رامنځته کړې او دې وروستیو میاشتو کې سیاسي مشرانو یو پر بل پسې ځینو بهرنیو هېوادونو لکه پاکستان او هندوستان ته سفرونه وکړل او هلته ترې خاص هرکلی هم وشو.

XS
SM
MD
LG