پر سولې د مسکو او انقرې غونډې؛ افغانستان لا د پلاوي نوملړ نه دی روښانه کړی

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

که څه هم په مسکو کې د افغانستان د سولې په اړه غونډې ته یوازې ۴ ورځې پاتې دي، خو لا هم د افغان د حکومت له‌ خوا دې غونډه کې د ګډون کوونکي پلاوي نوم‌ لړ روښانه نه دی.

د افغانستان حکومت د مسکو او ترکیې په غونډو کې د خپل ګډون کولو پرېکړه اعلان کړې ده.

د جمهور رئیس غني د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب پرون د شنبې(د کب ۲۳مه) په ورځ وویل، د ملي مصالحې عالي شورا او د بهرنیو چارو وزارت په دې کار کوي چې څه ډول یو پلاوی دې غونډو ته واستوي.

په دې اړه نور: محب: افغان حکومت چمتو دی چې د مسکو او استانبول غونډو کې ګډون وکړي

هغه زیاته کړې وه، که دې غونډو کې د طالبانو له ‌خوا په قطر کې مېشت د سولې مرکچي پلاوی ګډون وکړي، دوی به هم پر همدې انډول پلاوی ور واستوي.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد نن یکشنبه (د کب ۲۴مه) ازادي راډیو ته وویل، تر اوسه په دې اړه مشورې روانې دي او لا وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.

د ملي مصالحې عالي شورا هم په دې اړه د مشورو له دوامه خبر ورکوي.

په مسکو کې د افغانستان د سولې په اړه غونډه کې د امریکا، روسیې، چین او پاکستان ځانګړي استازي ګډون کوي او تر خوا یې افغان حکومت، یو شمېر سیاسیونو او طالبانو ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

له دې سره په خوا کې استانبول هم د اپریل میاشتې په لومړیو کې د افغانستان په اړه د یوې غونډې کوربه دی.

په دې اړه نور: ترکیه د اپرېل میاشتې لومړیو کې د افغانستان سولې په اړه د غونډې کوربه‌توب کوي

په ترکیه کې د افغانستان په اړه غونډې ته افغان حکومت، امریکا، روسیه، چین، هند، ایران او د پاکستان په ګډون طالبان هم بلل شوي دي.

تازه د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر له خپل ترکي سیال مولود چاووش اوغلو سره ټیلیفوني خبرو کې هیله ښودلې چې د استانبول غونډه د اوربند خوندي کولو او د افغانانو د غوښتنې سره سم، به یو سیاسي حل ته د رسېدو په لور یو مثبت ګام وي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه لیکلي: "د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي اتمر ته وویل، د ترکیې غوڼده به، د دوحې بدیل نه، بلکې د هغې بشپړونکې وي."

په ورته وخت کې د افغانستان مرکچی پلاوی هم وايي، هیله لري چې دا غونډې به په قطر کې د سولې روانې خبرې ګړندۍ کړي.

په دې اړه د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وايي، د سیمه‌ ییزې اجماع پیاوړتیا د سولې خبرو د پرمختګ لپاره یو اغېرمن ګام دی: "د افغانستان د سولې پروسه کې اجماع په هره کچه ډېره مهمه ده، خو دا اجماع له افغانستانه بهر په سیمه‌ییزه کچه یو ډېر اغېرمن او مهم فکټور دی چې کولای شي هم د سولې پروسه چټکه کړي او هم د سولې روانې خبرې ګړندۍ کړي."

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري

ازادي راډيو له طالبانو هم د مسکو او ترکیې غونډو کې د ګډون او تر خوا یې د سولې په روانو خبرو د دې غونډو د اغېز پوښتنه وکړه، خو ځواب یې ورنه کړ.

په مسکو کې د افغان سولې په اړه غونډه، د افغانستان سوله کې د روسیې د ښکېلتیا او په افغانستان کې د خپلو ګټو یوه لړۍ بلل کېږي، خو په ترکیه کې د افغانستان د سولې په اړه د غونډې غوښتنه امریکا کړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له دې غونډې پرته، له ملګرو ملتونو هم غوښتي چې دې بهیر کې خپله ونډه زیاته کړي.

امریکا دا کار د افغانستان د سولې خبرو د ګړندي کولو او یوې پایلې ته د رسېدو لپاره اړین بللی دی.