د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۶

ترکیه د اپرېل میاشتې لومړیو کې د افغانستان سولې په اړه د غونډې کوربه‌توب کوي


د ترکیې استانبول ښار یوه څنډه
د ترکیې استانبول ښار یوه څنډه

ترکیې ومنله چې استانبول به د اپرېل میاشتې په لومړیو کې د افغانستان سولې په اړه د یوې غونډې کوربه وي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د جمعې په ورځ «۱۳۹۹ کال د کب ۲۲» وویل، دا کنفرانس دوحه کې د سولې د روانو خبرو په همغږۍ او د دې خبرو د چټکتیا په هدف کېږي، نه دا چې په قطر کې د سولې روانو خبرو ځای نیسي.

روېټرز خبري اژانس د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر له قوله لیکلي، د دې ناستې هدف دا دی چې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې په معنی‌داره ډول مخکې ولاړې شي.

ښاغلي اوغلو دا هم ویلي چې هېواد یې طالبانو ته د یوه پیغام په لېږلو سره له هغوی د تاوتریخوالي د پای غوښتنه کړې، څو د سولې خبرې یوه پایله ورکړي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وړاندې ویلي و، په ترکیه کې د افغانستان د سولې په اړه کېدونکې غونډه کې به د افغانستان په ګډون امریکا، روسیه، چین، هند، ایران او پاکستان برخه ولري.

ترکیه داسې مهال د افغانستان د سولې په اړه د یوه کنفرانس کوربه‌توب کوي چې تمه ده د مارچ په ۱۸مه په مسکو کې هم د امریکا، روسیې، چین او پاکستان د ځانګړو استازو په ګډون د افغانستان د شخړې په اړه غونډه وشي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، په دې غونډه کې افغان حکومت، د ملي مصالحې عالي شورا، افغان سیاسیونو او طالبانو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا زاخارووا
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا زاخارووا

خو د افغانستان حکومت لا په دې کنفرانس کې د ګډون رسمي پرېکړه نه‌ده کړې.

د افغانستان په سوله کې د سیمې هېوادونو ښکېلتیا داسې مهال زیاتېږي چې امریکا هم ویلي، هڅه کوي چې په دې بهیر کې د ملګرو ملتونو په ګډون هغه هېوادونه شریک کړي چې د افغانستان په سوله کې خپلې ګټې نغښتې بولي.

امریکا وايي، له دې هڅو یې هدف د افغانستان د سولې خبرو ګړندي کول دي او د همدې لپاره‌یې یوه طرحه هم ټولو لورو ته سپارلې ده.

تازه د افغانستان مخکېني جمهور رئیس حامد کرزي د افغانستان لپاره د امریکا نوې طرحه د افغان سولې بهیر د ګړندي کولو لپاره یو ښه چانس بللی دی.

ښاغلي کرزي اسوشیټډ پرس سره خپله مرکه کې ویلي، د امریکا نوې طرحه، افغان ولس ټاکنو ته بیايي، د ښځو او لږکیو حقونه ساتي، اساسي قانون او د ټاکنو سمون ته لار پرانیزي او تر خوا یې د موقت یا لنډمهالي حکومت وړاندوینه کوي.

د افغانستان مخکېنی ولسمشر حامد کرزی
د افغانستان مخکېنی ولسمشر حامد کرزی

خو حامد کرزي ته نږدې کسان وايي، هغه په دې طرحه کې د یو لړ اصلاحاتو غوښتنه کړې.

د حامد کرزي پخوانی سلاکار شهزاده مسعود زیاتوي: "د دې طرحې تأیید شوی دی. مخکې چې کومې نیمګړتیاوې دې طرحې درلودې، هغه هم بشپړې شوې وې او کېدای شي تر راتلونکې اوونۍ زلمي خلیلزاد ته وسپارل شي. دې کې هېڅ شک‌ نه‌شته چې حامد کرزي د دې طرحې ملاتړ کړی دی."

جمهوري ریاست که څه هم د حامد کرزي د نویو څرګندونو په اړه غبرګون نه‌ښيي، خو له دې وړاندې جمهور رئیس غني د ملي مشورا د ۱۷مې تقنینې دورې د درېیم کال د پرانیستې په مراسمو کې ویلي و، هر بنسټ کولای شي د کاغذ پر مخ یو خیال او خوب ولیکي او بیا یې افغانستان د عملي کولو فرمایش ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په قطر کې هم د سولې خبرو د بریا لپاره هڅې روانې دي او دا ځل په‌کې د ملګرو ملتونو ونډه جوته شوې ده.

د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري هیله ښيي چې دا هڅې د سولې روانو خبرو په ګړندي کېدو کې مرسته وکړي.

د سولې په چارو کې د افغان دولت د وزارت ویانده ناجیه انوري
د سولې په چارو کې د افغان دولت د وزارت ویانده ناجیه انوري

اغلې انوري زیاتوي: "د افغانستان د سولې په پروسه کې د ملګرو ملتونو فعاله ونډه ډېره اړینه ده. د سولې مذاکراتو د پرمختګ او همدا ډول له هوکړې وروسته، قوي ضمانت د همدې نړیوال سازمان په جدي همکارۍ او د نړیوالو همکارانو په ملګرتیا به عملي کېږي."

خو دا لا روښانه نه‌ده چې ایا افغان حکومت او طالبان به د امریکا له طرحې سره هوکړه وکړي او که نه، خو امریکا له دې وړاندې یوه پر یوه د افغانستان له حکومت او طالبانو سره خبرې کولې، ولې اوس ښکاري چې متحده ایالات غواړي د سیمې او نړۍ هېوادونه په فعال ډول دې بهیر کې ونډه ولري.

XS
SM
MD
LG