د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۵

هېواد: افغان حکومت دې د سولې په تړاو سياسي او ډیپلوماتيکې هڅې پراخې کړي


کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼې
کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼې
  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې د مسکو ۳+۱ غونډې او په افغانستان کې د انتقالي دولت طرحې د ارزونې په تړاو لیکنه کړې ده.

ورځپاڼې لیکلي، دغې غونډې ته د افغان ولسمشر او یو شمېر سیاسیونو په ګډون طالب چارواکو ته هم بلنه ورکړل شوې ده.

وړاندې راغلي چې د مسکو غونډه د حوت په ٢٨ مه نېټه جوړیږي چې تمه ده طالب استازي هم په کې برخه واخلي.

د لېکوال په وینا د انتقالي حکومت طرحه یوازې د امریکا له خوا نه ده مطرح شوې پاکستان هم ترې ملاتړ کړی او عمران خان ویلي چې د افغانستان د قضیې حل لپاره انتقالي حکومت یوه لار ده.

د لیکوال د معلوماتو پر بنسټ دغه غونډه کې به د ترکیې روانې ناستې په اړه نظرونه مطرح شي او له افغانستانه به د بهرنبو ځواکونو د وتلو زمینه برابره شي .

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې د سولې هڅو په تړاو ټینګار کړی چې افغان حکومت بايد سياسي او ډیپلوماتيکې هڅې پراخې کړي.

وړاندې د ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي چې روان حالت په کور دننه او په نړيواله کچه د سترې اندېښنې وړ دی او امريکا غواړي چې په بېړه په افغانستان کې سولې ته ورسېږي او له افغانستانه د خپلو ځواکونو ايستلو ته زمينه برابره کړي.

خو د ليکوال په وینا، دا د دښمن لپاره نور فرصت هم رامنځته کوي او د امريکا بې مسووليته او په بېړه وتنه د سيمې لپاره هم خطرناکې پايلې لري.

د لېکوال په باور، امریکا غواړي چې افغانستان کې دې انتقالي حکومت جوړ شي چې د هغوی په اند ټول اړخونه په کې ونډه ولري چې په وینا یې دا پرېکړه له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوې.

ورځپاڼې ټینګار کړی چې افغان حکومت ته په کار ده، څو د خپل ولسي نظام د بقا او د ملي ګټو د تحقق او خوندي ساتلو لپاره سياسي او ډيپلوماتيکې هڅې پراخې کړي.

په سرمقاله کې راغلي، افغان حکومت په بنسټيزو چارو کې ښې لاسته راوړنې لري چې د سولې ضمانت رامنځته کوي او ولس په ځان پسې راکاږي، نو امريکا ته بايد قناعت ورکړي چې د افغان حکومت ملاتړ ته دوام ورکړي .

  • سرخط

سرخط ورځپاڼې د زده کوونکو نجونو په تړاو د پوهنې وزارت وروستي اقدام ته په اشارې لیکلي چې ښايي پوهنې وزارت د نجونو د ترانو په اړه، له خپلې پرېکړې په شا شي.

وړاندې راغلي، وروسته له هغه چې د پوهنې وزارت په تعليمي مرکزونو کې تر ۱۲ کلنو د لوړ عمر لرونکو نجونو په ترانو ويلو بنديز ولګاوه، په ټولنيزو رسنيو کې يې دغه اقدام د طالباني فکر زېږنده وبلل شو او په پراخه کچه وغندل شو.

ورځپاڼې لیکلي، د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون هم دغه پرېکړه غندلې او لیکلي یې دي، دا کار د بيان ازادي او هنري مهارتونه له سني او جنسيتي تبعيض پرته د هر ماشوم حق دی او ورڅخه اخېستل يې ظلم دی.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، د ماشومانو پر حقونو او ازاديو هر ډول محدوديت او د بشري حقونو، د ماشومانو د حقونو او د افغانستان د ملي قوانينو خلاف کار دی چې بايد مخه يې ونيول شي.

يونيفورمونو کې هم لاس وهلی او بيا يې جوماتونو ته د لومړنيو ټولګيو د لېږد خبره کړې وه چې په ټولو دغو پرېکړو کې ياد وزارت ورټل شو.

XS
SM
MD
LG