محب: افغان حکومت چمتو دی چې د مسکو او استانبول غونډو کې ګډون وکړي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

افغان حکومت د مسکو او ترکیې غونډو ته خپل پلاوي استوي.د جمهور رئیس محمد اشرف غني د ملي امنیت سلاکار د شنبې (د کب ۲۳مه) په ورځ په کابل کې د امنیتي مسوولینو ګډې خبري ناسته کې وویل، افغان حکومت چمتو دی چې د مسکو او استانبول ناستو کې ګډون وکړي.

خو د ښاغلي محب په خبره لا تراوسه په یادو ناستو د ګډونوالو د ګډون کچه نه ده معلومه: "موږ د مسکو او ترکیې په ناستو کې ګډون کوو، د بهرنیو چارو وزارت او د مصالحې عالي شورا په دې کار کوي چې د نورو هېوادونو او طالبانو د ګډون کچه معلومه کړي، د هماغه پر بنسټ به بیا موږ خپل پلاوی وټاکو."

د افغان جمهور رئیس محمد اشرف غني د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب

که څه هم د روسیې په ناسته کې د افغان حکومت پلاوي او د نورو ګډونوالو نومونه نه دي په ډاګه شوي خو له دې وړاندې د مصالحې عالي شورا ویلي و چې د نورو سیاسیونو، ګاونډیو هېوادونو او طالبانو ترڅنک د دې شورا مشرعبدالله عبدالله هم دغې ناستې ته غوښتل شوی دی.

په دې اړه نور: ترکیه د اپرېل میاشتې لومړیو کې د افغانستان سولې په اړه د غونډې کوربه‌توب کوي

ازادي راډیو وغوښتل د روسیې او ترکیې په ناستو کې د طالبامو د ګډون په اړه د دې ډلې تازه نظرهم واخلي خو بریالۍ نه شوه.

خو له دې وړاندې طالبانو ویلي و چې دغو ناستو کې یې د ګډون په اړه د مشرانو ترمنځ سلا مشورې روانې دي.

په دې اړه نور: پر افغان سولې د مسکو او انقرې غونډې؛ ښکېلې غاړې یې ګډون ته سلا مشورې کوي

که څه هم د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له بلنې وروسته باور دا و چې یاده ناسته به د دوحې له ناستې سره ټکر کې وي، خو د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف د دې خبرې په ردولو سره ویلي، د مسکو غونډه د دوحې د غونډې ملاتړ لپاره ده او له دې غونډې سره هېڅ ډول ټکر نه لري.

د راپورونو پر بنسټ ټاکل شوي چې د مارچ په اتلسمه په روسیې او د همدې میاشتې په ۲۷ مه ترکیه کې د افغان سولې په تړاو ناستې ترسره شي.