د سولې نړیوال ائتلاف: امریکا دې د افغان ښځو ازادۍ د سیاسي مصلحتونو قرباني نه‌کوي

د افغانستان ملي اردو یو شمېر پوځیانې

د سولې لپاره جوړ شوی نړیوال ائتلاف د امریکا له دولته غواړي چې د افغانستان د ښځو ترلاسه شوې ازادۍ دې د سیاسي مصلحتونو قرباني نه‌کړي.

دغه ائتلاف وايي، په جدي توګه اندېښمنه ده چې د سولې بین‌الافغاني بهیر لپاره د امریکا هڅې د ښځو حقونو لومړیتوب او د دوی معنی لرونکی مشارکت په پام کې نه‌دی نیولی.

دغه ائتلاف د افغانستان د سولې لپاره د امریکا هڅې بې‌ګټې ګڼي او د امریکا له کانګرس نه غواړي چې د افغانستان سولې بهیر له نږدې وڅاري. د دوی په وینا، د بایډن د دولت نوې وړاندې کړې نقشې د افغانستان د سولې بهیر ټکنی کړی چې د ښځو حقونه په‌کې څنډې ته کېږي.

د سولې لپاره د ائتلاف اداره یوه پرمختللې نړیواله اداره ده چې ۱۳۰ سازمانونه په‌کې شامل دي او په ټوله نړۍ کې د جګړو د ختمولو او تلپاتې سولې لپاره کار کوي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د سولې او ډیموکراسۍ لپاره د برابرۍ بنسټ د افغانستان د ۱۵ ولایتونو د ښځو لاسلیکونه راټول کړل چې د سولې بهیر او د لاسته راوړنو له لاسه تلل په‌کې بیان شوي دي.

په دې اړه نور: د افغان ښځو د لاسته راوړنو خوندیتوب په هدف د ۱۰۰ زره ښځو لاسلیکونه راټول شول

د ښځو د حقونو فعاله الهه ساحل د سولې په پروسه کې د ښځو په کمرنګ‌والي او په دغه پروسه کې د دوی پر لږ حضور پر حکومت انتقاد کوي وايي، حکومت غواړي د هر راز شرایطو لاندې له طالبانو سره سوله وکړي، حتی که په دې بهیر کې د ښځو حقونه تر پښو لاندې هم شي.

اغلې ساحل زیاتوي: "موږ سږکال د مارچ په اتمه لارو ته راووتلو او غږ مو پورته کړ چې باید برابر حق او برابره سیاسي ونډه ولرو. داسې نه چې ښوونځیو او پوهنتونونو ته ورځو او په دې سره خپل سیاسي سهم قرباني کړو. موږ په ټولو څانګو کې پیاوړې ښځې لرو، ۱۸ کاله مو پر خپلو ځانونو کار وکړ. ډاکترانې او ماسترانې لرو، اوسنۍ ښځې د مخکېنیو ۱۸ کلونو له ښځو سره توپير لري."

د افغانستان حکومت تل ویلي چې دا اجازه نه‌ورکوي چې د ښځو او د بشر حقونه د سولې بهیر قرباني شي.

په ټولنه کې د فعالو ښځو پر وړاندې ګواښونه د ښځواو د دوی د نړیوالو ملاتړو بنسټونو بله اندېښنه ده.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د شمېرو له مخې د ۲۰۲۱ کال له پیل نه تر اوسه اته ښځې چې په بېلابېلو ټولنیزو فعالیتونو بوختې وې، په هدفي توګه وژل شوي او ۹ ټپیانې دي.

د دغه کمېسون ویاند ذبیح‌الله فرهنګ ازادي راډیو ته وویل، شته ګواښونو په ټولنیزو فعالیتونو کې د ښځو ونډه پیکه کړې ده.

د افغانستان د بشر حقونو کمېسیون ویاند ذبیح‌الله فرهنګ

ښاغلی فرهنګ زیاتوي: "د ښځو مشارکت او جنسیتي برابرۍ په ټولنه کې، یو بل مورد دی چې ډېرې ستونزې یې رامنځته کړي، هیله‌مند یو چې تر بل کال پورې وتوانېږو، په ډېری دغو ستونزو بریالي شو."

د ښځو د حقونو مسئله د افغانستان د سولې او سیاسي حل‌وفصل په برخو کې یوه مهمه مسئله ده.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وايي، د وروستیو ۲۰ کلونو لاسته راوړنې، د تلپاتې سولې لپاره د حکومت په لومړیتوبونو کې دي.

اغلې انوري وايي: "د افغانستان د ټولو خلکو پر غوښتنو سربېره، زموږ د ملي ارزښتونو ساتنه او ۲۰ کلنې لاسته راوړنې چې اوس بنسټیزې شوي، د افغانستان د جمهوري دولت لپاره اهمیت لري او د خوندیتوب لپاره به‌یې هېڅ هڅه ونه‌سپمول شي."

د سولې په چارو کې د افغانستان دولت د وزارت ویانده ناجیه انوري

په امریکا کې د سولې د جوړېدو ائتلاف د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې، د ټرمپ د دولت او طالبانو ترمنځ د توافق‌نامې راهیسې بې‌ګټې ګڼي.

دغه اداره د افغانستان د سولې لپاره د انتقالي دولت، دایمي اوربند، اساسي قانون او د دولت جوړښت غوره وړاندیز ګڼي.

په دغه لیکنه کې راغلي چې د افغانستان ښځو او نجونو په وروستیو دوو لسیزو کې ډېرې لاسته راوړنې لرلي.

له دې لاسته راوړنو سره سره د سولې په پروسه کې د ښځو حقونو ته لومړیتوب نه‌ورکول او کمرنګه مشارکت‌یې، د ښځو دریځ کمزوری کوي.

دغه لیکنه کې ټینګار شوی چې امریکا باید د افغانستان د ښځو د لاسته راوړنو خوندیتوب ته له ټولو نفوذي لارو چارو کار واخلي.