د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۱

له ۱۲ کلنو پورته د افغان ښځینه زده‌کوونکو پر ترانې ویلو بندیز غبرګونونه وپارول


ارشیف، پکتیا کې یو شمېر ښځینه زده کوونکې
ارشیف، پکتیا کې یو شمېر ښځینه زده کوونکې

‎‎د افغانستان د پوهنې وزارت نوې پرېکړې چې له مخې به‌یې له ۱۲ کلونو لوړ عمر لرونکې ښځینه زده‌کوونکې ترانې نه‌وایي د بشر حقونو څار نړیوال سازمان سختې اندېښنې راپارولې دي.

‎دغه سازمان ویلي، دا پرېکړه د نجونو د فعالیتونو پر وړاندې د بندیزونو لا زیاتوالي ته زمینې برابروي او د افغانستان دولت باید د تاوتریخوالي په دې وضعیت کې محدودیتونه زیات نه‌کړي.

پاترېشیا ګاسمن
پاترېشیا ګاسمن

د دغه سازمان د اسیا برخې مسؤلې پاترېشیا ګاسمن د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د کب ۲۰» ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته په دې اړه وویل: "د اندېښنې وړ ده په داسې وضعیت کې چې تاوتریخوالی په ټولنه کې د ښځو د فعالیتونو او بشپړ ګډون مخه نیسي، د افغانستان دولت هم دغه محدودیتونه زیاتوي، دولت باید د ښځو او نجونو له پوره ګډون ملاتړ وکړي نه دا چې نورې یې هم محمدودې کړي."

د افغانستان د بشر حقونو کمېسیون هم د پوهنې وزارت له لوري تر ۱۲ کلونو د مشرو نجونو له لوري د ترانې پر ویلو د بندیز په وړاندې غبرګون وښود.

دې کمېسیون نن په یوه بیان کې ویلي، د زده‌کړو، د بیان ازادۍ او هنري مهارتونو لرل عمر او جنسیت ته له کتو پرته د ټولو ماشومانو لومړني حقونه دي.

د بشر حقونو کمېسیون د ماشومانو پر ازادیو او حقونو هر راز محدودیت د بشري حقونو د عمومي اصولو، د ماشوم د حقونو د کنوانسیون او همداراز د نړیوالو او ملي قوانینو په تېره بیا د اساسي قانون او د ماشومانو د حقونو د ملاتړ د قانون خلاف بللی دی.

د پوهنې وزارت د یوې نوې پرېکړې له مخې لارښوونه کړې چې له دې وروسته به له ۱۲ کلونو د لوړ عمر لرونکې ښځینه زده‌کوونکې په هره غونډه کې ترانې او سردونه نه‌وايي، پرته له هغو غونډو چې ټولې ګډونوالې یې ښځې نه‌وي.

د دغه وزارت ویاندې نجیبې ارین ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې دغه پرېکړه د زده‌کوونکو د کورنیو په غوښتنه شوې ده، خو ویې نه‌ویل چې څومره کورنیو دغه غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG