دانش: د سولې بين الافغاني مذاکرات په نسبي ټپه ولاړ حالت کې دي

سرور دانش

د افغانستان د جمهور رییس دویم مرستیال وايي، په قطر کې د سولې بین الافغاني خبرې په نسبې ټپه ولاړ حالت سره مخ دي او دغه حالت د افغانستان له سولې سره مرسته نه شي کولای.

د افغان سولې په اړه ټوکېدونکي هیلې د ناهیلۍ پر لور!

د افغانستان د جمهور رییس دویم مرستیال سرور دانش وايي، په داسې حال کې چې د سولې بین الافغاني خبرې تقریباً په ټپه ولاړ حالت سره مخ شوي ورسره په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه هم لوړه شوې ده.

ښاغلي دانش نن د جمعې په ورځ په کابل کې د محمد محقق زوى باقر محقق د وژل کېدو په لومړني تلین غونډه کې وویل، افغان حکومت د سولې لپاره خپله اراده ښکاره کړې خو طالبان لا هم جګړه له خبرو غوره ګڼي.

دانش زياته کړه: "په دوحه کې خبرې څه نا څه له بن بست سره مخامخې شوي او د طالبانو استازي په سیاسي سفرونو بوخت دي او کله نا کله نوي وړاندیزونه هم کوي چې دغه حالت په هیڅ صورت د سولې خبرو سره مرسته نه شي کولی."

د ښاغلي دانش په وینا، هغه ګونکسې چې د موقت حکومت په اړه په دې ورستیو کې تر غوږ شوي، پرته د خلکو د ذهنونو له ګډوډېدو بل څه نه دي.

نوموړی په تینګار سره وايي، موقته اداره که ددې نظام ړنګېدو په هدف رامنځته کېږي دا یوه ناسمه مفکوره ده.

د جمهور رییس دویم مرستیال وايي، افغانان د هغې سولې ملاتړ کوي، چې اوسنۍ نظام، اساسي قانون او د تېرو ۱۹ کلنو لاسته راوړنې په کې خوندي وي.

په ورته وخت د افغانستان د سولې عالي شورا پخوانی رییس کریم خلیلي هم چې ددې غوندې ګډونوال و، د تاوتریخوالي په زیاتیدوې اندېښنه وښوده.

کریم خلیلي

خليلي وویل: "له دې فرصت څخه باید په هېواد کې د یوې باعزته سولې لپاره استفاده وشي، هغه سوله چې موږ یو ځل بیا تیر تاریخ ته بوځي هغه زموږ په ګټه نه ده، هغه سوله چې تېر تاریخ موږ ته یو ځل بیا تکرار کړي دغه سوله د افغانانو غوښتنه نه ده."

د ښاغلي خلیلي په وینا، د افغان وژنې او بې ثباتۍ د له منځه وړلو یوازینۍ حل لاره خبرې دي او باید د سولې خبرې ژر تر ژره یوې پایلې ته ورسيږي.

د افغان ولسمشر سلاکار محمد محقق بیا روان حالت خواشینونکي یاد کړه او وویل، د جګړې دوام د یوې خوا په ګټه هم نه دی.

هغه وايي، تر راتونکي پسرلي پورې باید د جګړې د کمېدو او یا ختمېدو یو اړخ معلوم شي.

محمد محقق

نوموړي زياته کړه: "د طالبانو ټول قومندانان اوسمهال په نظامي زدکړو بوخت دي، که راتلونکي پسرلی سوله ونه شي زما وړاندوینه دا ده چې یو بې سابقه جګړه به ونښلي، نو په همدې اساس دولت باید هم سولې ته او هم د خلکو دفاع ته پوره چمتوالی ولري."

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دوه ورځې وړاندېیلي وو چې د سولې بین الافغاني خبرې به یو وار بیا ډېر ژر پیل شي.

دغه ډلې دغه شان ویلي، چې که د روان لمریز کال په مې میاشت کې امریکايي ځواکونه له افغانستانه ونه وځي نو دوی به خپلې جګړې ته دوام ورکړي.

د طالبانو او د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امریکايې حکومت ترمنځ د سولې د شوې هوکړې له مخې باید په مې میاشت کې امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووځي، خو د جو بایډون په مشرۍ د امریکا نوي حکومت اعلان کړی چې له طالبانو سره د سولې شوې هوکړه له سره ارزوي.

تازه د امریکا نوي ولسمشر جوبایډن ويلي، امریکا هغه اوږدې جګړې چې دغه هېواد په ښکېل دی باید مسولانه پای ته ورسوي.