پوهنې وزارت: له ٣ ميليونه ډېر افغان ماشومان له زده کړو بې برخې دي

ارزګان کې د يوه ښوونځي زده کوونکي. 18Nov2020

د افغانستان پوهنې وزارت له زده کړو څخه د درې میلیونه او اویا زره ماشومانو بې برخې توب اندېښمن کړی دی.

نن د جنوري ۲۴ مه د ښوونې او روزنې نړیواله ورځ ده.

د ښوونې او روزنې د نړیوالې ورځې د رارسېدو سره سم د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتيريش له نړیوالو غوښتنه کړې چې د ماشومانو د زده کړو په وړاندې ستونزې ختمې کړي په ټوله نړۍ کې سلګونه میلیونه ماشومان د بېلا بېلو ستونزو له امله له زده کړو بې برخې دي.

ښاغلي ګوتیریش ویلي، په روان ۲۰۲۱ کال کې باید دا حالات بدل شي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتيريش

هغه زياتوي: "ان د کرونا ویروس له خپراوي وړاندې ۲۵۸ میلیونه ماشومان او نوي ځوانان له ښوونځیو بهر شوي وو، چې ډېری یې نجونې وې، او له نیم زیات ماشومانو چې له لسو کلونو کم عمرونه یې درلودل مخ پر ودې هېوادونو کې یوازې د یو ساده متن د لوستلو زده کړې ورکول شوي دي، په دوه زره یویشتم کال کې به موږ له ټولو فرصتونو ګټه واخلو او دغه شان به روان وضعیت ته بدلون ورکړو."

خو په افغانستان کې دا ورځ په داسې حال نمانځل کېږي چې همدا اوس درې میلیونه او اویا زره ماشومان له زده کړو بې برخې دي.

دا هېواد د یو سل او اولس کلونو په تېرېدو چې لومړنۍ پرمختللی ښوونځي یې هاغه مهال جوړ کړی وو لا هم ټولو لپاره د زده کړو د زمینې په برابرولو کې ستونزې لري.

د افغانستان لومړنی جوړ شوی پرمختللی ښوونځی د حبیبه په نوم چې په ۱۲۸۲ لمریز کې د امیر حبیب الله خان د واکمنۍ پر مهال جوړ شو.

وروسته د شاه امان الله خان د واکمنۍ پر مهال د ښوونځیو په شمېر کې زیاتوالی راغی او زده کړې جبري شوي.

اوس د افغانستان د ښوونځیو شمېز ۱۸ زره ته رسیږي چې اته میلیونه افغان ماشومان په کې زده کړې کوي چې په سلو کې پنځه څلویښت یې نجوني دي.

خو د نجونو د زده کړو په وړاندې کلتوري مسایل لا هم ښايي ستره ستونزه وي.

دغه شان وسله والو طالبانو تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې د نجونو په زده کړو بندیز لګولی او جنګ ښایي د نجونو د زده کړو په وړاندې بل ستر لامل وي.

د افغانستان د معارف وزارت ویانده جګړه، بې وزلي او یو شمېر ټولنیزي کلتوري ستونزې د ماشومانو د زده کړو په وړاندې عمده ستونزې یادوي.

نجیبې ارین ازادي راډیو ته وویل: "په لیرې سیمو کې د هلکانو په پرتله د نجونو لاسرسی زده کړو ته کم دی خو بیا هم د قناعت وړ دی، موږ په دې اړه هڅه کوو چې د نجونو شمېر زیات کړو، په ډېری لیرو سیمو کې چې زده کړو ته لاسرسی سخت دی موږ هلته سیمه ییز ټولګي جوړ کړی دي ، دغه شان مو د سواد زده کړې ټولګي جوړ کړي دی چې ټول خلک وکړای شي زده کړې وکړي."

خو د زده کړو په وړاندې ښایي جنګ جګړې او کلتوري ټولنیز بندیزونه هم یواځیني لاملونه نه وي بلکې ځینې باور لري چې د ښوونکو د شمېر کموالی او د درسي موادو نه موجودیت د زده کړو په وړاندې نورې ننګونې دي.

د افغانستان د ښوونکو د ټولني منشي عبدالواسع ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان د ښوونې او روزنې سیستم له یو بلا ستونزو سره مخ دی، په ځانګړي ډول یو شمېر ښوونځي ان تر اوسه سرپنا نه لري، او زده کوونکي یې په ازاده فضا کې درس وایي، ځیني ښوونځي لا ښوونکي نه لري، دغه شان ځینې نور بیا درسي مواد فرش، تخته او نورې اسانتیاوې نه لري."

د یولسم ټولګي زده کوونکې عایشه وايي، ان تر دې چې دا ستونزې د پلازمینې کابل په ښوونځیو کې شته.

هغه زياتوي: "موږ ته سمې زده کړې نه راکول کېږي، د ټولګیو کمښت، د کتابونو کمښت او د درسی موادو کمښت لويې ستونزې دي، دلته د نورو هېوادونو په څېر زده کړو ته زمینه نه ده برابره."

له دې ټولو ستونزو سره سره په افغانستان کې د هغه ماشومانو شمېر هم کم نه دی چې د بې وزلۍ له امله ترې زده کړې پاتې کړي دي.

دولس کلن نبي چې شپږ کسيزه کورنۍ ورترغاړه ده د کابل ښار په یوه څنډه کې جوش کړې هګۍ خرڅوي.

هغه وايي: "زه هګۍ خرڅوم او د کور خرڅ ګټم کورته بل څوک" نه زه ډوډۍ وړم."

خو له دې ټولو ستونزو سره سره د افغانستان په تاريخ کې د ښوونې او روزنې له اړخه د نن سبا خدمتونه او پوښښ بې ساري دی.

دولتي چارواکي دا لويه لاسته راوړنه ګڼي.

په افغانستان کې د امريکا سرپرست سفير راس ويلسون د دغه لاسته راوړنې په خونديتوب او ښوونې او روزنې ته د ماشومانو په لاسرسي ټينګار کوي.