د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۵

"ملکي بنسټونو کې ۱۲ زره خیالي کارکوونکي چې ۹ زره یې پوهنې وزارت کې دي"


د افغانستان د پوهنې وزارت
د افغانستان د پوهنې وزارت

کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د بین الافغاني مذاکراتو دوهم پړاو په دولتي ملکي ادارو کې د زرګونو خیالي کسانو شتون او د سیمي وصل کې د افغانستان تازه ګامونو په اړه لیکنې او تبصرې شوي دي.

  • هشت صبح

د هشت صبح ورځپاڼې سرمقاله کې په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو دوهم پړاو خبرو د سوړوالي په اړه تبصره شوې ده.

د سرمقالې لیکوال لیکلي، که څه هم د دوهم پړاو د خبرو له پيلېدو لس ورځې کېږي، خو د دې خبرو سستوالی د دې لامل شوی چې افغانان د امارت او جمهوریت ترمنځ کومه پایله محسوسه نه کړي.

د لیکوال د معلوماتو پر بنسټ، د دوهم دور مذاکراتو پیلېدو وروسته د دواړو لورو ترمنځ تراوسه یوازې یوه مقدماتي او فني ناسته ترسره شوې، خو لا یې هم د بحثونو لپاره موضوعات نه دي وروستي شوي.

په سرمقاله کې راغلي، که د مذاکراتو دواړه لوري غواړي چې د افغانانو د ویني توئیدل ودرېږي، نو ژر تر ژره دې په خبرو کې تیزوالی راولي، ځکه چې یوازې دوحه کې د دوی موجودیت د افغانانو درد نه شي دوا کولی.

د راپورونو پر بنسټ اوس مهال شپږو ولایتونو کندهار، ارزګان، هلمند، غزني، لوګر او کندز کې د جګړې لیکې تودې دي چې هره ورځ لسګونه کسان د نظامیانو په ګډون خپل ژوند بایلي.

  • اطلاعات روز

د اطلاعات روز ورځپاڼې سرمقاله کې په دولتي ملکي ادارو کې د ۱۲ زره خیالي کار کوونکو د شتون په اړه تبصره شوې ده.

د سرمقالې لیکوال، د افغانستان ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو کمېسیون سرپرست سید حشمت الله له قوله راخیستي چې کلونه کېږي د هېواد دولتي ملکي بنسټونو کې ۱۲ زره خیالي کار کوونکي معاشونه اخلي چې یوازې ۹ زره یې په پوهنې وزارت پورې اړه لري.

په سرمقاله کې راغلي، پوهنې وزارت کې تر ډېره جعلي ښوونکي ثبت دي چې په ۱۳۹۴ کال کې د یاد وزارت د وزیر اسدالله حنیف په وینا ډېری د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي په دوره کې ګمارل شوي وو.

د لیکوال په باور، د پوهنې برخه کې د خیالي ښوونکو یا ښوونځیو شتون هغه څه دي چې د هېواد لوړه سلنه اوسیدونکي په ځانګړي ډول ماشومان له زده کړو وروسته پاتې دي.

په سرمقالې کې ټینګار شوی اوس چې یوه دولتي مستقله اداره دا معلومات چې د دولت ملکي بنسټونو کې خیالي کسانو کار کاوه، نو باید دا موضوع په هر اړخیز ډول وڅيړل شي او عدلي او قضایي بنسټونه دا مفسدین د قانون منګولو ته وسپاري.

  • هېواد

د هېواد ورځپاڼې سرمقالې کې د سیمي د وصل لپاره د افغانستان وروستیو کړنو په اړه ويل شوي دي.

د سرمقالې لیکوال لیکلي، په وروستیو کې د ترکمنستان سره درېیو مهمو پروژو، د نوري فایبر، د اقیني او اندخوی ۳۰ کیلومټره ریل پټلۍ او د ۵۰۰ مېګا واټه برېښنا پروژو پرانېسته دا ښیې چې افغانستان د سیمي وصل لپاره اړین ګامونه پورته کړي دي.

په سرمقاله کې راغلي، د ترکمنستان په څېر نور ګاونډي هېوادونه هم باید له سیمي وصل لپاره له افغانستان سره همکاري وغځوي.

XS
SM
MD
LG