د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۲

جوماتونو ته له لومړي تر درېیم ټولګي د لېږد طرحې غبرګونونه پارولي


لغمان کې د یوه ښوونځي زده کوونکي - ارشیف
لغمان کې د یوه ښوونځي زده کوونکي - ارشیف

‎د پوهنې وزارت هغه طرحه چې له لومړي تر درېیم ټولګي جوماتونوته انتقالوي، له نیوکو سره مخ شوې.

د افغانستان د پوهنې وزارت په ښوونیز نظام کې د اسلامي علومو د پیاوړتیا په هدف د څو اعلامیو له خپرولو وروسته پرون وویل، پرېکړه یې کړې چې د ښوونځیو له لومړي تر درېیم ټولګي پورې جوماتونو ته انتقال کړي.

‎که څه هم دغه وزارت خپله خپره شوې خبرپاڼه څو ځلې بدله کړه او په وروستۍ بڼه کې یې لیکلي چې دغه پرېکړه په هغو سیمو کې پلي کېږي چې ښوونځیو ته په کې لاسرسی نه شته.

‎خو دغه پرېکړه له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شوې ده.

‎زینب محسني په خپله ټویټر پاڼه دغه طرحه د طالبان د واکمنۍ دوران ته ستنېدنه او دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې سره د سولې خبرو پورې تړلې بللې ده .

‎د ټویټر یو بل کاروونکي فهیم رسا لیکلي: "غواړي موږ بېرته هغه ځای ته ستانه کړي چېرې چې سل کاله مخکې وو."

‎د پوهنتون استاده او سیاسي کارپوهې سامعه کوهستاني بیا د پوهنې وزارت دغه طرحه له ماشومانو په ابزاري توګه ګټه اخیستنه بللې.

هغې وویل: "دا تېر ته ستنېدنه ده چې کولای شي د ماشومانو د زده کړو اساسات له ګواښ سره مخ کړي، دا یو ‌‌‌‌‌‌ډول سیاسي باج اخیستنه ده هغه مهال به یې ښځې قرباني کولې او اوس غواړي ماشومان د خپلو سیاسي لوبو قربانیان کړي."

خو یو شمېر بیا د دې طرحې هرکلی هم کړی دی.

په ډنمارک کې میشت افغان لیکوال شاه ولي ارین وايي، که بل هیڅ امکان نه وي دا لاره هم ښه ده چې په جوماتونو کې ماشومانو ته زده کړې ورکړل شي.

هغه وویل: "زما په اند که ښوونځیو کې زده کړې وشي دا به ښه کار وي خو که د ښوونځیو امکانات نه وي جوماتونو کې زده کړه یې بله لاره ده، ځکه که چېرې ماشومان له زده کړو محروم پاتې کېږي له هغې بهتره ده چې په جومات کې دا پروګرام تعقیب کړي."

‎ د پوهنې وزارت ویاندې نجیبه ارین بیا وایي، چې دا طرحه یوازې په هغو لرې پرتو سیمو کې پلې کېږي چې ښوونځیو ته په کې لاسرسی نه شته او په خبره یې له جوماتونو به د ښوونیزو په ډول ګټه واخیستل شي.

هغې وویل: "دا پرېکړه د پوهنې وزارت د رهبرۍ په کچه شوې، جوماتونو ته د تدریس لپاره ټولې لازمې اسانتیاوې برابرېږي، زده کوونکي به د ښوونځیو په شان څو درسي ساعتونه په جومات کې زده کړې کوي، دا پرېکړه راتلونکي ښوونیز کال کې پلي کېږي او تجربه لروونکي ښوونکي به زده کوونکو ته درس وایي."

‎ د پوهنې وزارت دا ویلي چې، د اسلام دین د افغانستان په ښوونیز نظام کې محوري ځای ولري، یو (عاقلانه) پلان به په تدریجي ‌‌‌‌‌‌ډول پلی کړي.

XS
SM
MD
LG