افغان چارواکو د امریکا نوي ولسمشر جو بایډن ته د مبارکۍ پیغامونو کې څه ویلي؟

د افغانستان ولسمشر د امریکا نوي ولسمشر جو بایډن ته د کار د پيل مبارکي ورکړې.

جو بایډن تر لوړې وروسته خبرو کې که څه هم د افغانستان په اړه څه ونه‌ویل، خو د ولسمشر په ګډون بېلابېلو افغان چارواکو هغه ته د دندې د پيل مبارکي ورکړې ده.

ولسمشر محمد اشرف غني پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، په دې سختو شېبو کې افغانستان له خپل اصلي شریک-متحده ایالاتو سره د سولې او ترهګرۍ له څو اړخیزو ستونزو سره د مبارزې په خاطر څنګ په څنګ درېږي.

ښاغلي غني پرون مازدیګر په ارګ کې د امریکا له شارژدافیر راس وېلسن او د ناټو له قوماندان سکاټ مېلر سره هم لیده کاته کړي دي.

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي چې دې خبرو کې د افغانستان او د امریکا د نوې ادارې پر اړیکو مفصل بحثونه شوي دي.

د بایډن د کار له پيله یوه ورځ مخکې د بهرنیو چارو وزارت لپاره د هغه نوماند وزیر انتوني بلېنکن ویلي، د امریکا او طالبانو د دوحې هوکړه به له سره ارزوي.

په دې اړه نور: د جو بایډن حکومت غواړي د امریکا-طالبانو هوکړه له سره وارزوي

بلېنکن د امریکا د سنا جرګې غړو ته ویلي، غواړي پوه شي چې دې تړون کې د څه په اړه خبرې شوې دي؟

دی زیاتوي، که د دې هوکړې له لارې تېرې لاسته راوړنې خوندي نه‌شي، هېڅ پایله به ونه‌لري.

په همدې حال کې د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم ښاغلي بایډن او د هغې لومړۍ مرستیالې کماله هارېس ته مبارکي ورکړې.

ښاغلي عبدالله پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، هیله‌مند دی چې له خپلو امریکایي ملګرو سره به پر سولې، ثبات، بشري حقونو او د ټولو لپاره په سوکالۍ کار وکړي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم که څه هم د بایډن د لوړې په تړاو تر بېګا ناوخته څه نه‌و ویلي، خو په دې اړه‌یې د ازادي راډیو د یوې پوښتنې په ځواب کې لیکلي: "بایډن ویلي چې د افغانستان جګړه به ختموي او خپل عسکر به باسي."

د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم

بایډن داسې مهال سپینې ماڼۍ ته راغلی چې افغانستان کې یې د ځواکونو حضور نږدې ۲۰ کلن شو.

په دې وروستیو کې د امریکا دفاع وزارت اعلان وکړ چې افغانستان کې یې د خپلو ځواکونو شمېر تر ټولو ټیټې کچې ۲،۵۰۰ ته رسولی دی.

په دې اړه نور: افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر تر ټولو ټيټې کچې، ۲۵۰۰ ته ورسېد

لا هم معلومه نه‌ده چې امریکا به له طالبانو سره د ټرمپ د ادارې د هوکړې له مخې له افغانستانه روان کال خپل ټول سرتېري وباسي او که نه؟ خو جو بایډن د خپلو ټاکنیزو منډو ترړو پر مهال ویلي و، که بریالی شي، افغانستان او عراق کې یو شمېر سرتېري پرېږدي.