د امریکا په استازو جرګه کې د ټرمپ د استیضاح پرېکړه لیک وړاندې شو

ډونالډ ټرمپ

د امریکا د متحدو ایالتونو د استازو په جرګه کې د ډیموکرات ګوند غړو، د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د استیضاح پرېکړه لیک وړاندې کړ.

د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وروستیو کاري ورځو کې د هغه د استیضاح د پرېکړه لیک مسوده پرون دوشنبه (د ۲۰۲۱م کال د جنورۍ ۱۱مه) د استازو جرګې د ډیموکرات غړو له خوا وړاندې شوه.

د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، تمه دا ده چې د استازو جرګه چې ډیموکراتان په کې اکثریت دي، همدا اوونۍ د ډونالډ ټرمپ د استیضاح لپاره رایه ورکړي.

پر هغه تور لګول شوی، چې د کانګرس پر ودانۍ یې د یرغل د تحریک هڅه کړې وه.

پر ودانۍ د ولسمشر ټرمپ د پلویانو د یرغل په نتیجه کې د یوه پولیس په ګډون لږ تر لږه ۵ کسان ووژل شول.

ځو ورځې وړاندې د ټرمپ پلويانو پر کانګرس برید کړى و.

د ډیموکراتانو له خوا د برابرې شوې مسودې په بله فقره کې له مرستیال ولسمشر مایک پنس غوښتنه شوې چې له خپل قانوني صلاحیت څخه په استفاده ډونالډ ټرمپ له واکه لیرې کړي، خو جمهوریپالو غړو د دې هڅې مخه ونیوله.

که ولسمشر ټرمپ د خپلې کاري دورې په وروستیو ورځو کې استیضاح شي، دا به د امریکا په تاریخ کې اول وار وي، چې یو ولسمشر د خپلې کاري دورې پر مهال دوه وارې استیضاح کېږي.

تر دې مخکې د ۲۰۲۰م کال په جنورۍ میاشت کې په کانګرس کې د ډونالډ ټرمپ استیضاح پیل شوې وه، چې د هغه کال په فبرورۍ میاشت کې یې برائت واخیست.

د امریکا د کانګرس ودانۍ چې د ډونالډ ټرمپ پلویانو تېره اوونۍ یرغل وروړ، پرون دوشنبه تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې بېرته پرانیستل شوه.

پرون د احتیاطي تدابیرو په توګه اردو، پولیس او د ملي ګارډ غړي د کانګرس د ودانۍ مخې ته راټول شول او شا و خوا یې اغزن موانع ودرول.

د امریکا د استازو جرګې مشرې نانسي پلوسي په یوه لیک کې خپلو همکارانو ته وویل، که مرستیال ولسمشر مایک پنس په ۲۴ ساعتونو کې د ډونالډ ټرمپ د لیرې کولو لپاره د دوی غوښتنه ونه مني، د استازو جرګه به د استیضاح بهیر پیل کړي.

د امریکا د استازو د جرګې مشره نانسي پلوسي

د لیک په یوه برخه کې راغلي، چې ولسمشر ټرمپ د امریکا او حکومتي بنسټونو امن له خطر سره مخامخ کړی دی.

تمه کېږي، د جنورۍ پر شلمه قدرت ټاکلي ولسمشر جو بایډن ته ولېږدول شي، خو ولسمشر ټرمپ ویلي چې د بایډن د لوړې او د قدرت د انتقال په مراسمو کې به ګډون ونه کړي.

اوس ډیموکراتان په یوه پاتې اوونۍ کې د ډونالډ ټرمپ د دویم ځلي استیضاح لپاره خپله وروستۍ هڅه کوي.