د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۸

د ټرمپ د استیضاح هڅې؛ "ډیموکراتانو د بهرنیو چارو وزارت پر کارکوونکو فشار راوستی"

مايک پامپيو په يوه ليک کې په توندو الفاظو ليکلي چې د بهرنيو چارو وزارت د کارکوونکو په وړاندې د هر اقدام د مخنيوي لپاره به له خپلو ټولو صلاحيتونو کار واخلي.
مايک پامپيو په يوه ليک کې په توندو الفاظو ليکلي چې د بهرنيو چارو وزارت د کارکوونکو په وړاندې د هر اقدام د مخنيوي لپاره به له خپلو ټولو صلاحيتونو کار واخلي.

د امريکا متحده ايالتونو د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو ویلي، ډيموکراتانو د ده د وزارت پر کارکوونکو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د استيضاح په تړاو فشار راوستی دی.

ښاغلي پامپیو د کانګرس د استازو جرګې د بهرنيو اړيکو کمېټې ته په يوه ليک کې ویلي، د دغه وزارت د کارکوونکو د داوطلبانه شاهدي ورکولو لپاره ټاکل شوې نېټې عملي نه دي.

د ولسمشر ډونالد ټرمپ د استيضاح لپاره د تحقيقاتو بهير، د امريکا د استازو جرګې له خوا وروسته له هغه پيل شو چې د ښاغلي ټرمپ او د هغه د اوکراييني سيال ترمنځ د ټليفوني مکالمې په اړه راپورونه افشا شول.

د امريکا د استازو په جرګه کې دريېو کمېټو چې ډيموکراتان يې مشري کوي، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت پنځو اوسنيو او پخوانيو چارواکو ته مهالوېش ټاکلى چې په راروانو دوو اوونيو کې ورته حاضر شي.

دوى ته ويل شوي چې د ښاغلي ټرمپ پر استيضاح د تحقيقاتو په اړه دې شواهد او مدارک وړاندې کړي.

خو د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو وايي دا ډول پېشنهاد ورته د منلو وړ نه دى. هغه پرون سه شنبه (اکتوبر لومړۍ) وويل، د دغه وزارت کارکوونکي د ډيموکراتانو تر فشار لاندې دي.

مايک پامپيو په يوه ليک کې په توندو الفاظو ليکلي چې د بهرنيو چارو وزارت د کارکوونکو په وړاندې د هر اقدام د مخنيوي لپاره به له خپلو ټولو صلاحيتونو کار واخلي.

د ولسمشر ټرمپ د استيضاح په اړه د څېړنې غوښتنه وروسته له هغه کېږي چې د اوکراين له ولسمشر سره د ټرمپ د خبرو په اړه راپورونه خپاره شول.

په افشا شويو راپورونو کې راغلي چې ولسمشر ټرمپ خپل اوکراييني سيال ولادمير زيلينسکي ته ويلي، که دى د امريکا د پخواني مرستيال ولسمشر جوبايډن او د هغه د زوى هنټر بايډن د اقتصادي فعاليتونو په اړه څېړنه وکړي، نو کیف ته به پوځي مرستې زیاتې کړي.

جوبايډن دا مهال د امريکا د جمهوري رياست په راتلونکو ټاکنو کې د ډيموکرات ګوند مخکښ کانديد ګڼل کېږي.

ډونالډ ټرمپ پر ځان لګېدلي تورونه ردوي او وايي، د اوکراين له ولسمشر څخه يې داسې کومه غوښتنه نه ده مطرح کړې.

د ښاغلي ټرمپ په خبره، دا موضوع د استازو جرګې د استخباراتي کمېټې مشر اډم شيف له ځانه جوړه کړې ده.

"اډم شيف جعلي مکالمه خپره کړې، د کانګرس او د امريکا خلکو ته يې د هغې متن لوستلى دى. دا افتضاح ده، دا هرڅه افتضاح دي."

د استازو جرګې مشرې نانسي پلوسي تېره اوونۍ ويلي وو چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د استيضاح په اړه څېړنه پيل شوې ده.

د ولسمشر د استيضاح لپاره د يوه قضايي هيئت موافقې ته اړتيا ده او د استازو جرګې نيمايي غړي بايد د دې هيئت کار تاييد کړي.

دا تصميم وروسته د امريکا سنا مجلس ته سپارل کېږي او که له درېيو څخه دوه برخې سناتوران ورسره موافقه وکړي، د ولسمشر د استيضاح لپاره زمينه برابرېږي. دا مهال د استازو جرګې نيمايي غړي جمهوريت غوښتونکي دي.

د امريکا د متحدو ايالتونو په تاريخ کې تر اوسه دوه وارې ولسمشران استيضاح شوي دي.

ولسمشر اندريو جانسن په ١٨٦٨م کال کې د کانګرس له خوا استيضاح شو.

تر دې ١٣١ کاله وروسته په ١٩٩٩م کال کې د امريکا بل ولسمشر بېل کلنټن له مونيکا لووينسکي سره د هغه د اړيکو او جنسي استفادې تر رسوايۍ وروسته د کانګرس له خوا استيضاح شو.

خو دا دواړه ولسمشران وتوانېدل د استازو جرګې د غړو قناعت حاصل او د خپلې کاري دورې تر بشپړېدو پر قدرت پاتې شي.

XS
SM
MD
LG