د خبریالانو د ملاتړ ټولنه: رسنۍ دې د حکومت خبرونه د ۳ ورځو لپاره تحریم کړي

په یوه غونډه کې ژورنالېستانو چې د خبري پوښښ لپاره ورته راغلي.

د افغانستان د رسنیو کورنۍ د ۲۰۲۱کال لومړۍ ورځ په غور کې د یوه خبریال د مړینې په خبر پیل کړه.

د خبریالانو د ملاتړ ټولنو د بسم الله عادل پر وژل کېدو د غبرګون په ترڅ کې له خبریالانو غوښتي دي چې د درېیو ورځو لپاره دې د افغان حکومت له خوا خپاره شوي خبرونه نه خپروي.

د افغانستان د خبریالانو د دفاع کمېټې او کابل پرېس کلپ پرون جمعه د غبرګولي په ۱۲نېټه په یوه بیان کې دا غوښتنه کړې ده.

وسله والو د غور غږ راډیو مسئول مدیر "بسم الله عادل" وواژه

د خبریالانو د دفاع د کمېټې مشر عبدالمُعید هاشمي له ازادي راډیو سره په خبرو کې پر نړیواله ټولنه، ملګرو ملتونو او د بې پولې خبریالانو پر ټولنه غږ وکړ چې په افغانستان کې د خبریالانو د هدفي وژنو پر خلاف غږ اوچت کړي.

ښاغلي هاشمي زیاته کړه: "کابل پرېس کلپ او د ژورنالېستانو د دفاع کمېټه په ګډه له ټولو ژورنالېستانو او رسنیو غواړي چې د فشار د یوې وسیلې په توګه دې درې ورځې د دولت خبرونه نه خپروي، څو دولت د قاتلینو د نیولو، سزا ورکولو او د رسنیو د ژورنالېستانو د امنیت نیولو لپاره کوټلي ګامونه واخلي."

د غور غږ راډیو مسوول او خبریال بسم الله عادل په تېرو دوو میاشتو کې په افغانستان کې پر خبریالانو د هدفي حملو پنځم قرباني دی.

له ده مخکې د ازادي راډیو خبریال محمدالیاس داعي په هلمند کې، د طلوع ټلویزیون پخوانی ویاند یما سیاوش په کابل کې، د انعکاس ټلوېزیون خبریاله ملاله میوند په جلال اباد کې او خبریال رحمت الله نېکزاد په غزني کې ووژل شول.

په هلمند کې د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي هم په هدفي وژنو کې ووژل شول

د عادل او نورو څلورو خبریالانو د وژنې مسوولیت تراوسه هېڅ یوې ډلې نه دی منلی.

د افغانستان د خبریالانو د دفاع د کمېټې مشر ښاغلی هاشمي وايي چې په تېرو پنځو کلونو کې د افغانستان د رسنیو کورنۍ خپل ۵۵ غړي له لاسه ورکړي دي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د دې وضعیت د دوام له کبله اندېښنه ښودلې. د دې کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر تېر ماښام پر ټویټر ولیکل چې ۲۰۲۱ میلادي کال د دوو ملکي فعالانو یعنې په غور کې د یوه خبریال او په کابل کې د بغلان د یوه مدني فعال په ترور پیل شو.

د مېرمن اکبر په وینا دا هدفي وژنې د دې لپاره کېږي چې د افغانانو روحیه مړه او خپلواک اوازونه غلي شي.

د افغانستان مشرانو جرګه په پام کې لري چې د یکشنبې په ورځ په خپله عمومي غونډه کې د خبریالانو د هدفي وژنو په اړه بحث وکړي.

په کابل کې د امریکا د سفارت سرپرست او شارژدافیر راس ویلسن هم د بسم الله عادل وژنه غندلې او په یوه بیان کې یې ویلي، د بیان پر ازادۍ او هغو کسانو حملې چې ټولنه له بدلونونو خبروي، بوږنوونکې دي او باید پای ته ورسېږي.

د پنځو افغان خبریالانو د وژنو په تړاو تراوسه هېڅوک نه نیول شوي او نه کوم چاته سزا ورکړل شوې.

د خبریالانو د حقونو مدافع ټولنې وايي، حکومت د رسنیو پر کار کوونکو د حملو د عاملانو په نیولو کې پاتې راغلی.

حکومت وايي، د وروستیو هدفي وژنو تر شا د طالبانو لاس دی، خو طالبان په دې حملو کې لاس لرل ردوي.