د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۲

انډيپنډنټ: افغانستان د خبریالانو لپاره یو تر ټولو خونړی هېواد دی


ملاله ميوند
ملاله ميوند

د لویدیځ یو شمېر چاپي خپرونو د خبریالې ملالې میوند په اړه لیکنې خپرې کړې دي.

د انعکاس راډیو او تلویزیون خبریاله ملاله میوند پرون سهار په جلال اباد ښار کې له خپل موټر چلوونکي سره هغه وخت ووژل شوه، چې په موټر کې کار ته روانه وه او وسله والو پرې ډزې وکړې.

ګارډین

ګارډین ورځپاڼې د ملالې میوند په اړه لیکلي دي، چې د خبریالې او د ښځو د حقونو د دې مدافع د وژلو پېښه دا تاییدوي چې په افغانستان کې د خبریالانو پر ضد تشدد په زیاتیدو دی.

د ورځپاڼې په باور له دې پېښې سره روان کال په افغانستان کې د وژل شویو خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو شمېر لسو ته ورسېد.

د ګارډین په باور پنځه کاله مخکې وسله والو د ملالې میوند مور چې هغه هم یوه فعاله وه، ووژله.

ملالې میوند د فبروري په میاشت کې ازادي راډیو ته په یوه مرکه کې ویلي و، چې په ټولنه کې له سولې پرته ژوند نه شي کېدای.

ګارډین لیکي، تېره میاشت د ازادي راډيو خبریال الیاس داعي د هلمند په مرکز لښکرګاه کې ووژل شو او همداراز د طلوع ټلویزیون پخوانی خبریال یما سیاوش په کابل کې د یوې چاودنې قرباني شو.

ګارډین وړاندې څرګندوي، افغان حکومت، اروپایي ټولنه، د جرمني سفارت او په کابل کې د بریتانیا سفیر پر خبریالانو او فعالانو بریدونه غندلي دي.

د جرمني سفارت ویلي دي چې د بشر د حقونو نړیواله ورځ په افغانستان کې د یوې خبریالې له وژلو سره پيل شوه او یوناما دا برید ټکان ورکوونکی بللی دی.

ګارډین لیکي، نړیوالو مرستندویانو او حکومتونو اندېښنه څرګنده کړې ده، که طالبان راتلونکی کال د نړیوالو ځواکونو له وتلو سره بیا په یو ډول واک ته ورسېږي په تېرو نږدې دوو لسیزو کې به د ښځو د حقونو په برخه کې د شویو پرمختګونو مخه ونیول شوي.

ميل انلاین

بلې خپرونې میل انلاین لیکلي دي، چې ملاله میوند څو ویشت کلنه وه چې له خپل موټر چلوونکي محمد طاهر سره هغه وخت ووژل شوه، چې کار ته روانه وه.

خپرونه لیکي چې ملالې میوند په ښکاره دا خبره کوله چې ښځې خبریالانې په افغان ټولنه کې تر ډېرو فشارونو لاندې کار کوي.

انډيپنډنټ

انډیپنډنټ ورځپاڼه لیکي، ملاله میوند د دې ترڅنګ چې د ټلویزیون او راډیو د خپرونو وړاندې کوونکې وه، یوه فعاله وه چې د افغان ښځو او ماشومانو له حقونو څخه یې دفاع کوله.

ورځپاڼه پرته له دې چې په هلمند کې د ازادي راډیو د وژل شوي خبریال الیاس داعي نوم واخلي، وړاندې لیکي د یوې میاشتې په موده کې دوه افغان خبریالان ووژل شول.

انډپنډنټ بیا د بې پولي خبریالانو د ټولنې په وینا لیکي، چې افغانستان د خبریالانو لپاره یو تر ټولو خونړی هېواد دی.

XS
SM
MD
LG