د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۰

د افغان خبريالانو پر وړاندې د ګواښونو د له منځه وړلو هڅې پیل شوي


د عکس ښي لور ته د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي او چپ لور ته د طلوع نیوز پخوانى وياند يما سياوش چې څه موده وړاندې په بمي چاودنو کې ووژل شول.
د عکس ښي لور ته د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي او چپ لور ته د طلوع نیوز پخوانى وياند يما سياوش چې څه موده وړاندې په بمي چاودنو کې ووژل شول.

په افغانستان کې د رسنیو یو شمېر ملاتړي بنسټونه وايي، په کابل کې د امریکا سفارت سرپرست او د یو شمېر نورو هېوادونو سفیرانو ورته ویلي، چې د خبریالانو پر وړاندې، د شته ګواښونو د پای ته رسولو لپاره هڅه کوي.

په افغانستان کې ورځ تر بلې د خبریالانو پر وړاندې ډېرېدونکو امنیتي ګواښونو د رسنیو شمېر مسوولان مجبور کړل، چې په کابل کې د امریکا سفارت له سرپرست او یو شمېر نورو سفیرانو سره دا موضوع شریکه کړي.

د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ اجراییه رییس مجیب خلوتګر وايي، د خبریالانو ته شته ګواښونه جدي دي او دوی دې موضوع سخت اندېښمن کړي دي.

ښاغلي خلوتګر د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د امریکا سرپرست سفیر راس ویلسن او د یو شمېر نورو هېوادونو سفیرانو ژمنه وکړه چې دا موضوع به له افغان حکومت او طالبانو سره شریکه کړي.

مجیب خلوتګر
مجیب خلوتګر

دوی وویل: "دا موضوعات به لومړی خپله وڅېړي او هیله لري چې د افغانستان له خبریالانو سره مرسته وکړي. دوی دا هم وویل چې په دې اړه به له طالبانو سره جدي خبرې وکړي، څو که هغوی دا کار کوي چې ترې نور یې و نه کړي. دا یې هم وویل چې له افغان حکومت سره به هم خبرې وکړي."

د رسنیو له مسوولانو سره په دې کتنه کې د امریکا، کاناډا، بریتانیا، فرانسه، سویډن، ډنمارک او د اروپايي ټولنې سفیرانو ګډون کړی وو.

له دې لیدنې وروسته، په کابل کې د امریکا سرپرست سفیر راس ویلسن په خپله ټویټرپاڼه ولیکل، په تېرو ۱۹ کلونو کې د افغانستان له یوې مهمې لاس‌ته راوړنې چې د بیان ازادي ده ملاتړ کوي.

ښاغلي ویلسن زیاته کړې: "ده او شریکانو یې وغوښتل چې د رسنیو له استازو سره مخامخ خبرې وکړي او د هغوی د امنیت ساتلو او ورسره د همکارۍ په برخه کې خبرې وکړي."

په ورته وخت کې د اریانا نیوز ټلویزیون رییس شریف حسنیار وايي، په دې لیدنه کې د خبریالانو پر وړاندې د ګواښونو ټولې اندېښنې مطرح شوې.

هغه زیاته کړه: "موږ د افغانستان د رسنیو په استازولۍ خپلې اندېښنې له نړیوالې ټولنې سره شریکې کړې. دوی وویل، له یو لړ میکانیزمونو به کار واخلي، څو وکولای شي چې په راتلونکې کې د خبریالانو او د مدني ټولنې پر غړیو د بریدونو شاهدان و نه اوسو."

تېرو نږدې دوه میاشتو کې پر خبریالانو او د مدني ټولنې پر غړو مرګوني بریدونه شوي.

په هلمند کې د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي، د طلوع نیوز پخوانی ویاند یما سیاووش، په ننګرهار کې خبریاله میوند او د غزني د خبریالانو د ټولنې رییس رحمت الله نیکزاد له هغو خبریالانو دي چې په دې پېښو کې وژل شوي دي.

د دې پېښو مسوولیت هېڅ ډلې نه دی منلی، خو دې پېښو په افغانستان کې دننه او له هېواده د باندې خبریالان سخت اندېښمن کړي دي.

تازه د بې‌پولې خبریالانو ټولنې په یوه راپور کې افغانستان په پنځو هغو هېوادونو کې شمارلی چې د خبریالانو لپاره خونړی دی.

XS
SM
MD
LG