ایران په زیاته پیمانه د یورانیمو پخولو چارې ځنډولي 

ایران کې د یورانیمو د یوې بټۍ انځور - November 19, 2015

د ایران حکومت د دې هېواد د پارلمان له خوا د تصویب شوي هغه قانون تطبیق ځنډولی چې له مخې ېې باید سمدستي په زیاته پیمانه د یورانیمو د پخولو چارې پیل شوي وای.

د ایران ولسمشر حسن روحاني له دغه قانون سره چې پارلمان تصویب کړی او د ایران ځواکمنې شورای نګهبان هم تایید کړی و، مخالفت څرګند کړی او ویلي یې دي، چې هغه د ایران د اټومي لانجې د هواري لپاره روانې ډیپلوماتیکې هڅې زیانمنوي.

حسن روحاني

په عین حال کې د ایران د اټومي انرژۍ د ادارې ریس علي اکبر صالحي په دې وروستیو کې په یوه مرکه کې ویلي و، چې د دغه قانون د تطبیق لپاره چې له حکومته غواړي باید سمدستي یورانیم په سلو کې شل پاخه کړي، لازمه بودجه په پام کې نه ده نیول شوې.

د ایران مرستیال ولسمشر اسحق جهانګیري د تېرې دوشنبې په ورځ، د ډسمبر په ۲۸ ویلي و، چې اړوندو ادارو ته یې د پارلمان له خوا د تصویب شوي قانون د تطبیق مقرره استولې ده.

دغه قانون د ایران پارلمان د ډسمبر په لومړی نیټه له تصویبېدو وروسته د تایید لپاره د ایران ځواکمنې شورا نګهبان ته استولی و چې دې شورا هم هغه سمدستي تایید کړ.

د استول شوې مقررې له مخې به د ایران د اټومي انرژۍ اداره چې د دې هېواد د اټومي فعالیتونو مسئوله ده، په دوو میاشتو کې تر شل فیصدو پورې د یورانیمو د پخولو لپاره د تخنیکي او د اړینو مالي چارو په اړه یو رپوټ چمتو کوي.

د ایران پارلمان چې تندلارې پرې نفوذ لري، دغه قانون په تهران کې د ایران د یوه مخکښ اټومي ساینس پوه محسن فخري زاده تر وژلو وروسته تصویب کړ.

د ایران د دولتي ایرنا خبري آژانس د راپورله مخې په دغه مقرره کې ویل شوي، چې د بودجې او لازمو تخنیکي وسایلو په برابرولو سره به د ایران د اټومي انرژۍ اداره د سوله ییزو هدفونو لپاره د یورانیمو د پخولو لپاره لازم اقدامات کوي.

یو شمېر کارپوهانو خبرداری ورکړی چې دغه قانون چې د تطبیق په صورت کې ښایي هغه وخت رالنډ کړي چې ایران د اټومي وسلو جوړولو لپاره ورته اړتیا لري خو هغه به په امریکا کې د نوې ادارې په وړاندې ډیپلوماسي هم لا پېچلې کړي.

جوبایډن

د امریکا اوسنی ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې له ایران سره د نړۍ د قدرتونو د ۲۰۱۵ کال له اټومي تړونه په یو اړخیز ډول وتلي او منتخب ولسمشر جوبایډن بیا ژمنه کړې چې که تهران خپلې ټولې ژمنې پرځای کړي، نو دی به بېرته له دغه تړون سره یوځای شي.

ټاکل شوې چې بایډن د راتلونکې کال د جنوري په شلمه د امریکا د ۴۶ ولسمشرپه توګه لوړه وکړي.