د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۷

د ايران اټومي تړون سره د امریکا د احتمالي بيا یوځای کېدو هڅې پیل شوي


ايران کې د نتنز اټومي بټۍ انځور
ايران کې د نتنز اټومي بټۍ انځور

د نړۍ له قدرتونو سره د ایران د ۲۰۱۵ کال د اټومي تړون پاتې لاسلیکونکي، له دې تړون سره د متحدو ایالتونو د احتمالي بېرته یوځای کېدو لپاره تیاری نیسي.

د دريو اروپایي هېوادونو بریتانیا، جرمني، فرانسې او د چین، روسیې اوایران د بهرنیو چارو وزیرانو پرون په یوه مجازي غونډه کې د دغه تړون د راتلونکې په اړه خبرې وکړې.

د دې هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په هغه اعلامیه چې پرون یې تر غونډې وروسته خپره کړې، ویلي چې دوی چمتو دي چې له دې تړون سره د امریکا د متحدو ایالتونو بېرته یو ځای کېدو ته مثبت ځواب ووایي.

د امریکا منتخب ولسمشر جوبایډن، چې د راتلونکي کال د جنوري په شلمه به د جمهوري ریاست دنده پیلوي ویلي، چې دی به له دغه تړون سره چې د نوموړي د مرستیال ولسمشرۍ په دوره کې لاسلیک شوی، د بېرته یوځای کېدو هڅه وکړي.

جوبایډن
جوبایډن

په اعلامیه کې ویل شوي، چې وزیران له دې تړون سره د متحدو ایالتونو د بېرته یوځای کېدو امکان ویني او دې ته تيار دي، چې ښه هرکلی یې وکړي.

د بهرنیو چارو وزیرانو دغه راز یوځل بیا له دغه تړونه د واشنګټن پر وتلو ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.

له ۲۰۱۸ کال وروسته چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له دغه تړون څخه وتلی او پر ایران یې بېرته سخت بندیزونه لګولي، د دغه تړون درې واړو اروپایي لاسلیکونکو ډېرې هڅې کړې چې هغه خوندي کړي.

ایران هم له خپله اړخه په منظم ډول د دغه تړون له ژمنو سرغړونو ته دوام ورکړی او په اټومي تاسیساتو کې یې د سانتریفیوژیو د فعالولو او په لوړه او زیاته پیمانه د یورانیمو پخولو ته یې دوام ورکړی دی.

د امریکا منتخب ولسمشر جوبایډن ویلي، چې دی به بېرته له دغه تړون سره یوځای شي که ایران په دې تړون کې پر کړو ژمنو ودرېږي او د اندیښنې وړ پر نورو مسایلو لکه د ایران د لیرې واټن یا بالستیک توغندیو د پروګرام او په سیمه کې له نیابتي ډلو د ملاتړ په اړه به یې وروسته د خبرو له لارې توافقات وشي.

ایران ویلي، چې د میزایلو پرپروګرام او پر سیمه ییز سیاست یې بحث نه شي کېدای او واشنګټن او درې اروپایي هېوادونه دې لومړی د اټومي تړون ژمنې عملي کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف تر غونډې وروسته په یوه ټویټ ولیکل، چې پر شوي تړون بیا د خبرو مسئله منتفي ده او ټینګار یې وکړ، چې ایران به له نوي تړون سره موافقه ونه کړي.

داسې بریښي، چې د اروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیران د دې نظر پلوي کوي، چې مخکې له دې چې نور ډېرې پېچلې او لانجمنې مسئلې راپورته کړي، باید په لومړي ګام کې هغه څه چې له دغه تړونه پاتې دي هغه خوندي کړي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس په برلین کې خبریالانو ته وویل چې دوی په یوه څلورلاره کې دي او زیاته یې کړه، چې د دغه تړون برخلیک به په راتلونکو اونیو او میاشتو کې وټاکل شي.

ماس دغه راز وویل، د بایډن له خوا له دغه تړون سره د بېرته یوځای کېدو لپاره د یوې ښې فضا د رامنځه ته کېدو لپاره باید له ټولو لورو نور هغه تکتیکي مانورونه ودرول شي، چې په وروستیو یې ډېر لیدل شوي او وضعیت لا کړکېچن کړی دی.

د هغه په وینا دغو مانورونو دغه تړون لا زیانمن کړی دی.

XS
SM
MD
LG