د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۴

د ایراني اټومي ساینسپوه "محسن فخري زاده" مړی خاورو ته وسپارل شو


د محسن فخري زاده مړى د ايران په بيرغ پېچل شوى و.
د محسن فخري زاده مړى د ايران په بيرغ پېچل شوى و.

ایران کې د اټومي ساینسپوه محسن فخري زاده مړی، نن تهران ته نږدې خاورو ته وسپارل شو.

د هغه تابوت د ایران په بیرغ کې پېچل شوی و، د امامزاده صالح له زیارت څخه تر انتقال مخکې د ایران د دفاع وزارت انګړ کې ورته د درناوي مراتب وړاندې شول.

په دغو مراسمو کې ګڼو چارواکو ګډون کړی و.

د ایران د اټومي ساینسپوه محسن فخري زاده د جنازې په مراسمو کې د ایران د دفاع وزیر امیر حاتمي هم برخه درلوده.

حاتمي په خپلو خبرو کې وویل، د ایران «دښمنان» دې پوه شي، چې د ایران د وګړو له خوا به هېڅ جنایت، ترور او غیرعاقلانه عمل بې ځوابه پاتې نه شي.

د ایران انګریزۍ ژبي ټلویزیون پریس ټي وي نن د یوې نامعلومې سرچینې په حواله راپور ورکړ، هغه وسله چې د فخري زاده په وژنه کې کارول شوې، په اسراییل کې جوړه شوې ده.

محسن فخري زاده تېره جمعه پلازمېنې تهران ته نږدې په یوه پوځي ډوله کمین کې ووژل شو.

راپورونه وايي، لومړی په لارۍ موټر کې ځای پر ځای شوي منفجره مواد چوول شوي، وروسته وسلوالو کسانو د فخري زاده پر موټر ډزې کړې دي.

ایران خپل پخوانی رقیب، اسراییل د فخري زاده په وژنه کې په لاس درلودلو تورن کړی، خو اسراییل د دې حملې د مسوولیت له اخیستلو ډډه کړې ده.

د دې هدفي وژنې مسوولیت کوم بل هېواد هم نه دی منلی، ځینو کسانو دا وژنه اټومي وسلو ته د ایران د لاسرسي د مخنیوي هڅه ګڼلې ده.

ایران تل ټینګار کړی، چې اټومي پروګرام یې ملکي اهداف لري.

د غچ اخیستو له غوښتنو سره- سره د ایران د دولت ویاند علي ربیعي پرون وویل، چې ډیپلوماسي ممکنه ده.

تر دې مخکې د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي وو، هېواد به یې په مناسب وخت کې د غچ اخیستو هڅه وکړي، خو د دې لپاره چې په لومه کې راګیر نه شي، بیړه نه کوي.

XS
SM
MD
LG