بایډن: د امریکا د روح لپاره په جګړه کې ډیموکراسي بریالۍ شوه

د امریکا منتخب ولسمشر جوبایډن

د متحدایالاتو منتخب ولسمشر جوبایډن وروسته له دې چې د نوومبر د درېیمې په انتخاباتو کې د ده بریا تایید شوه، د دوشنبې په ورځ ملت ته په وینا کې وویل چې د امریکا د روح لپاره په جګړه کې ډیموکراسي بریالۍ شوه.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر دې دمه د دې انتخاباتو نتایج نه دي منلي او په وار- وار یې ویلي چې په انتخاباتو کې پراخې درغلۍ شوې دي.

د ښاغلي بایډن دا وینا د ولسمشر ټرمپ د همدې هڅو پر وړاندې ځواب ګڼل کېږي.

ولسمشر ډونالډټرمپ هڅه کوي د انتخاباتو نتیجه په خپله ګټه بدله کړي.

ښاغلي بایډن چې په دلاویر ایالت کې له خپل اصلي ټاټوبي ویل مېنګتون ښار څخه وینا کوله وویل: "موږ د امریکا د خلکو په توګه رایې ورکړې. پر خپلو بنسټونو زموږ باور پرځای پاتې شو او زموږ د انتخاباتو امانت خوندي دی."

بایډن زیاته کړه، اوس هغه وخت را رسېدلی دی چې څپرکی واړوو، یو موټی شو او خپل زخمونه ورغوو.

بایډن له انتخاباتي مامورینو څخه هم مننه وکړه چې د کرونا د وبا خطر یې پر ځان ومانه، خو انتخابات یې په بریالي ډول ترسره کړل.

بایډن زیاته کړه چې د ډیموکراسۍ ډیوه د امریکا په ملت کې کلونه مخکې لګېدلی ده.

اوس هغه وخت را رسېدلی دی چې څپرکی واړوو، یو موټی شو او خپل زخمونه ورغوو.

هغه وویل چې نه د کرونا وبا او نه له قدرته ناوړه استفاده، یو هم دا اور نه شي وژلی.

له بلې خوا ولسمشر ټرمپ خپلو ادعاوو ته دوام ورکوي او وايي چې انتخابات ده ګټلي.

هغه پر ټویټر د پیغامونو په یوه لړۍ کې بیا هم د پراخو درغلیو یادونه کړې او ویلي یې دي چې د انتخاباتو د نتایجو تایید به یو لوی جنایت وي.

ټرمپ همدا راز د دوشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې له لوی څارنوال ویلیم بار سره تر کتنې وروسته د نوموړي استعفا اعلان کړه.

ټرمپ د بار استفعا لیک پر تویټر خپور کړی او لیکلي یې دي چې له بار سره د ده غونډه ډېره ښه وه، خو بیا یې دا یادونه هم کړې چې د بار د کار وروستۍ ورځ به د ډسمبر ۲۳مه وي.

ټرمپ د روانې میاشتې په پیل کې وروسته له هغه بار ته په غوسه شو چې هغه وویل د عدلیې وزارت، په انتخاباتو کې د پراخو درغليو داسې شواهد نه دي موندلي چې د انتخاباتو په نتایجو کې بدلون راولي.