د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۰

نیویارک ټایمز د امریکا انتخابات د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو سره پرتله کړي


لا هم ډونالډ ټرمپ خپله ماته نه مني او وايي چې په انتخاباتو کې پراخه درغلي شوې
لا هم ډونالډ ټرمپ خپله ماته نه مني او وايي چې په انتخاباتو کې پراخه درغلي شوې
  • نیویارک ټایمز

څلور اوونۍ وړاندې جوبایډن د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې ګټونکی اعلان شو، په جورجیا ایالت کې درې ځلې رایې وشمېرل شوې، خو لا هم ډونالډ ټرمپ خپله ماته نه مني او وايي چې په انتخاباتو کې پراخه درغلي شوې ده.

دا د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یوې مقالې د لومړي پاراګراف جملې دي.

په دې لیکنه کې چې سرلیک یې دی:"ایا موږ د ټرمپ او بایډن د ملي یووالي د حکومت د جوړېدو لپاره د منځکړي مرستې ته اړتیا لرو؟" لیکوالې یې بې له دې چې د افغانستان نوم واخلي، د امریکا وروستي انتخابات د افغانستان د ولسمشرۍ له ټاکنو سره پرتله کړي.

لیکواله فرح سټاکمن د مقالې په دوام کې کاږي: په یقین جوبایډن، هم ولسي رایې او هم الیکترول کالج رایې وګټلې، خو ولسمشر ټرمپ یې منلو ته تیار نه دی.

دی د ځان د ملاتړ لپاره په شمال، جنوب او ګڼو نورو برخو کې ځینې ملېشه هم لري. دا وضعیت د کوم بهرني هېواد د باندنیو چارو وزیر ته شرایط برابروي چې راشي او هغسې د دواړو ترمنځ واک وویشي چې په ۲۰۱۴ میلادي کال په افغانستان کې جان کېري وېشلی و.

ممکن د دغه وېش په نتیجه کې ټرمپ د ملي یووالي حکومت اجرائي رئیس شي او یا کېدای شي د ملي پخلاینې مسؤلیت په غاړه واخلي، خو که دې معاملې نتیجه ورنه کړه ښايي د دې وخت وي چې لویه جرګه دایره شي.

  • سټارز اېنډ سټرایبس

دې ورځپاڼې لیکلي چې د امریکا د کانګریس غړیو د ټرمپ د حکومت له لوري له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د ژر ایستلو مخه نیولې ده.

د ورځپاڼې پر اساس د کانګرس غړیو د ۲۰۲۱ میلادي کال د ملي دفاعي صلاحیت د قانون په وسیله چې پر اساس یې د پوځیانو تر ایستلو وړاندې د حکومت د نورو ادارو نظرونه باید وغوښتل شي، د ټرمپ د اقدام مخه ونیوله.

ایا موږ د ټرمپ او بایډن د ملي یووالي د حکومت د جوړېدو لپاره د منځکړي مرستې ته اړتیا لرو

د روان ۲۰۲۰ میلادي کال په پیل کې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر ۱۳ زره وو خو اوس ۴۵۰۰ ته راکم کړای شوی دی.

د ورځپاڼې پر اساس، ولسمشر ټرمپ هڅه کوي چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر نور هم کم کړي او د امریکا د دې اوږدې جګړې د پای ته رسولو په اړه خپله هغه ژمنه عملي کړي چې د ۲۰۱۶ کال د انتخاباتو په کمپاین کې یې کړې وه.

سټارز اېنډ سترایبس لیکي:

اوس داسې نه ښکاري چې تر کرسمس پورې له افغانستانه د ټولو ځواکونو د ایستلو لپاره د ټرمپ غوښتنه عملي شي.

د ملي دفاعي صلاحیت قانون چې د ۲۰۲۱ میلادي کال دفاعي بودجه ټاکي، کانګرس ته واک ورکوي چې د نورو ځواکونو د ایستلو لپاره تر هغو د پیسو اجازه ورنه کړي چې پنټاګون او نورو ادارو په دې اړه راپور نه وي وړاندې کړی چې په افغانستان کې د ځواکونو کمېدا به د امریکا پر امنیت او نورو مسئلو څه اغېز ولري.

XS
SM
MD
LG