د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۸

د امریکا الکټرول کالجونه نن جو بایډن رسماً د امریکا د ولسمشر په توګه انتخابوي


جو بایډن
جو بایډن

د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو په اړه الکټرول کالجونه نن د خپلو ایالتونو په مرکزونو کې راغونډېږي چې جو بایډن په رسمي ډول د امریکا د ولسمشر په توګه انتخاب کړي.

د امریکا د اساسي قانون له مخې، ولسمشران د ولس د رایو په اکثریت او دغه‌راز د الکټرول کالجونو یا د انتخاباتي پلاوو د رایو په اکثریت انتخابېږي.

امریکا ۵۳۸ الکټرول کالجونه لري. ګټونکی ۲۷۰ الکټرول رایو ته اړتیا لري، خو جو بایډن ۳۰۶ او سیال‌یې ډونالد ټرمپ ۲۳۲ ګټلي دي.

د الکټرول کالجونو د نن ورځې د غونډو د پرېکړو پایلې به واشنګټن ته ولېږل شي او د جنورۍ په شپږمه به د کانګرس د دواړو جرګو په ګډه غونډه کې چې مشري به‌یې اوسنی مرستیال ولسمشر مایک پنس کوي، اعلان شي.

د ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانکې د راپور پر اساس، جو بایډن د نومبر د درېیمې نېټې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې تر خپل سیال ډونالد ټرمپ څه باندې ۷ ملیونه زیاتې ولسي رایې ګټلې دي او په الکټرول کالجونو کې هم تر خپل سیال ډېر وړاندې دی.

(ښی-کین) جو بایډن او ډونالد ټرمپ
(ښی-کین) جو بایډن او ډونالد ټرمپ

د امریکا د انتخاباتو د بري لپاره یوازې ولسي رایې کفایت نه‌کوي. د ۲۰۱۶ کال په انتخاباتو کې هېلري کلنټن شاوخوا ۳ ملیونه زیاتې ولسي رایې لرلې، خو الکټرول کالجونو ډونالد ټرمپ ته ډېرې رایې ورکړې او دی ګټونکی شو.

دا ځل د الکټرول کالجونو رایو او پرېکړې ته ډېر پام اوښتی دی ځکه چې ډونالد ټرمپ د انتخاباتو پایلې رد کړې دي او دا د امریکا په تاریخ کې یو کمساری مورد دی.

دی وايي چې په انتخاباتو کې درغلي شوې ده.

د الکټرول کالجونو تر ناستې مخکې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ زرګونه پلویانو وړمه ورځ د دغه هېواد په بېلابېلو برخو کې مظاهرې وکړې.

په واشنګټن او نورو ښارونو کې مظاهره‌چیانو د نومبر د درېیمې نېټې د ولسمشرۍ د انتخاباتو پر پایلو اعتراض وکړ.

د واشنګټن په مظاهره کې د مظاهره‌چیانو او د مظاهرې د مخالفانو ترمنځ شخړه وشوه.

واشنګټن کې د مظاهرو پر مهال شخړې
واشنګټن کې د مظاهرو پر مهال شخړې

تېره اوونۍ د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ په استازو جرګه کې د خپل جمهوري‌پال ګوند ملاتړ ترلاسه کړ چې د تکزاس ایالت له لوري د هغې حقوقي دعوې ننګه وکړي چې له سترې محکمې غواړي په څلورو ایالتونو کې د منتخب ولسمشر جو بایډن بری رد کړي.

د دې دعوې په ځواب کې دغو څلورو ایالتونو یعنې پنسلوانیا، جورجیا، مشیګان او ویسکانسین چې د ډیموکرات ګوند کاندید جو بایډن په‌کې بریالی شوی، له سترې محکمې وغوښتل چې د ټرمپ په ملاتړ د تکزاس له لوري اقامه شوې دعوه رد کړي. دوی دغه‌راز ویلي چې دا دعوه سربېره پر دې چې حقیقت نه‌لري غیر قانوني او د پوچو ادعاوو پر اساس ده.

د پنسلوانیا لوی څارنوال جاش شاپیرو چې ډیموکرات دی، قاضیانو ته لیکلي، تکزاس غواړي چې محکمه په انتخاباتو کې د هغو بې‌اساسو ستونزو د ادعاوو په اړه څېړنه وکړي چې مخکې سترې محکمې او نورو محکمو رد کړي دي.

امریکا کې د ډونالد ټرمپ په ملاتړ مظاهرې
امریکا کې د ډونالد ټرمپ په ملاتړ مظاهرې

د نورو ایالتونو څه باندې ۲۰ څارنوالانو هم له محکمې غوښتي چې د تکزاس ایالت له لوري اقامه شوې دعوه رد کړي چې هدف‌یې د ملیونونو رایو باطلول دي.

د تکزاس د لوی څارنوال کین پاکسټین له لوري اقامه شوې دعوه چې روانه اوونۍ یې د جمهوري‌پال ګوند د ۱۷ نورو ایالتونو د لوی څارنوالانو له لوري یې ملاتړ شوی ډېر کوچنی چانس لري چې د نومبر د درېیمې نېټې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په نتیجه کې بدلون راوړي.

حقوقي متخصصان وايي، احتمالاً ستره محکمه به دا دعوه چې ځیني ډیموکراتان‌یې سیاسي تاکتیک بولي، ژر رد کړي.

خو د جمهوري‌پال ګوند له ملاتړه داسې ښکاري چې ټرمپ له دې سره سره چې د جنورۍ په ۲۰مه واک له لاسه ورکوي، پر ګوند کنټرول لري.

XS
SM
MD
LG