که څوک د کرونا واکسین وکړي بیا به هم ماسک نه‌لیرې کوي؟

بریتانیا کې د کرونا ویروس تطبیق

که څوک د کرونا واکسین وکړي بیا به هم ماسک نه‌لیرې کوي؟ که به له ماسک نه ځان خلاصوي؟

د څو دلایلو له امله به خلک تر یوې مودې ماسک تړي او ټولنیز واټن ته به پام کوي.

د کرونا واکسین دوه ځله کېږي، د فایزر کمپنۍ دوهم واکسین درې اوونۍ وروسته تر لومړي یوه باید وشي او د مودرنا کمپنۍ واکسین څلور اوونۍ تر لومړي یوه وروسته تطبیقېږي. بل لور ته د دغو واکسینونو اغېزمنتیا سمدستي نه‌ده.

د اسوشیټډ پرس اژانس په وینا خلک باید تر لومړي واکسین وروسته دوه اوونۍ احتیاط وکړي او له ناروغۍ ممکن یو مخ هغه وخت څوک وساتل شي چې د واکسین دوهمه ستن ورته ولګول شي او بیا هم یو دوه اوونۍ تېرې شي.

د کرونا ویروس د فایزر شرکت واکسین

په واشنګتن پوهنتون کې د واکسین متخصص ډیبورا فولر وایي، تر اوسه دا څرګنده نه‌ده چې د فایزر او مودرنا کمپنیو واکسینونه یو مخ خلک له ناروغۍ ساتي که یې د ناروغۍ له علامو خوندي کوي.

د دې مطلب دا دی چې واکسین شوي خلک ښایي بیا هم په کرونا اخته شي، خو دا شمېره به خورا کمه وي.

ډیبورا فولر زیاتوي چې د واکسین ازموینه تازه پر ماشومانو پیل شوې ده او تر هغو به واکسین ماشومانو ته نه‌ورکول کېږي چې څېړنې په دې برخه کې بشپړې نه‌شي.

د کرونا ویروس د مودرنا شرکت واکسین

د امریکا متحده ایالاتو د واکسین د پراختیا د هڅو د برخې مشر منسف سلاوي اټکل کوي چې د امریکا په متحده ایالاتو کې ښایي د مې میاشتې تر لومړیو د فایزر او مودرنا کمپنیو د واکسین اغېزمنتوب ثابت شي.

د کرونا واکسین که سر له ننه هم پيل شي په سلګونه میلیونو انسانانو ته میاشتې میاشتې وخت په‌کار دی چې واکسین ورسېږي.