د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۳

نړۍ کې د کوېډ١٩ خپرېدل؛ د مړو شویو کسانو شمېر له ١.٥ میلیونو واوښت


آرشیف
آرشیف

په نړۍ کې د کرونا د واکسین د تطبیق لپاره د هیلو په زیاتېدو سره د دې ویروس له لاسه د مړو شویو خلکو شمېر له یو نیم میلیونو کسانو واوښت.

د تېرې اونۍ په لړ کې، هره ورځ په نړۍ کې له لسو زرو د زیاتو کسانو د مړینې راپور ورکړل شوی.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیریش خبرداری ورکړی چې د کرونا ویروس ټولنیزې او اقتصادي اغېزې به ډېرې پراخې وي.

د ګوتیریش په خبره واکسین د دغه ویروس اوښتي زیانونه په څو کلونو کې له منځه نه شي وړلی.

تمه ده د ډسمبر په نیمايي کې د امریکا متحده ایالتونه، اروپایي هېوادونه او څو نور پرمختللي هېوادونه د کرونا د واکسین تطبیق پيل کړي.

د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې په ټوله نړۍ کې له ۶۵ میلیونو زیات کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي.

XS
SM
MD
LG