د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۵

بریتانیا کې سبا د کرونا ویروس ضد واکسین تطبیق پيلېږي


آرشیف
آرشیف

د بریتانیا خلک د کرونا د واکسین ترلاسه کولو ته شېبې شماري.

تمه ده نن د دې واکسین محمولې د بریتانیا لویو روغتونونو ته ورسېږي او د اټکل له مخې به‌یې اته لکه ډوزه واکسینونه له سبا سې شنبې په خلکو تطبیقېږي.

د بریتانیا د روغتیا وزارت د کرونا د واکسین وېش یوه لویه بریا بللې ده.

بریتانیا د جرمني او امریکا د ګډو کمپنیو فایزر او بایو تیک له‌خوا جوړ شوی د کرونا واکسین په خلکو تطبیقوي.

تېره اوونۍ یې د دغه واکسین د لګولو جواز ترلاسه کړ.

دا واکسین ۹۵ فیصده مؤثره بلل شوی دی.

بریتانیا په اروپا کې له هغو هېوادونو دی چې لسګونه زره کسان‌یې کرونا مړه کړي.

هلته تر دې دمه څه باندې ۱۷ لکه کسان په کرونا اخته شوي چې له ډلې یې څه باندې ۶۱ زره تنه مړه شوي.

په ټوله نړۍ کې بیا ۶۷ میلیونه کسان په کرونا اخته شوي چې له ډلې یې څه باندې یو نیم میلیون کسان مړه شوي.

XS
SM
MD
LG