ننګرهار میشتې کوچیان: ۶۰ سلنه مالداري مو له منځه تللې

ارشیف

د ننګرهار تودې دښتې یو مهال د هغو کوچیانو پر کېږدیو ډکې وې چې په ژمې کې به له سړو سیمو ورته راکوچېدل او مالونه به یې د دې ځای په سمسورو څړځایونو پایېدل.

خو په وروستیو کلونو کې په دې ولایت د ابادیو زیاتېدو او په ښارګوټو د دښتو بدلېدو د کوچیانو او مالونو لپاره یې پخوانۍ پراخې دښتې راتنګې کړي دي.

په ننګرهار کې کوچیان اندېښمن دي چې که د مالونو لپاره یې د څړځایونو ساتنه ونه شي، مالداري به یې په یو مخ له منځه ولاړه شي.

د دوی له ډلې بادام کوچی وايي، پر کوچیانو سیمه له یوې ورځې بلې ته راتنګېږي.

هغه وویل: "مشکلات دي، اوبه نشته، ویالې پخې شوې، مالونه نه شي ورښکته کېدای، څړځایونه نشته، وطن ورځ په ورځ راتنګېږي، خلک ډېر شوي، ټولې دښتې ختمې شوې، ټول کورونه شول، مالداري مو په سلو کې ۶۰ کمه شوې، ۴۰ سلنه پاتې ده، دا به ټوله لاړه شي، دا ملت ته تاوان دی، کوچی خو د ملت سرمایه ده، وړۍ سرمایه، شیدې سرمایه کورت او غوړي یې سرمایه دي، دا چې ختم شول خو هرڅه ختم شول کنه."

د کوچیانو قومي مشر حاجي ګلمیران وايي، نه یوازې ننګرهار کې، بلکې له ډیورنډ کرښې اخوا یې هم ایلبندونه او څړځایونه وو چې د اغزنو سیمونو غځېدو ترې راګرځولي او ورتلی نه شي.

ګلمیران وویل: "اغزن سیمونه یې تېر کړل، زمونږ مالونه ټول په افغانستان کې را ایسار شول، هغه چې څړځایونه وو او مالونه به په کې څرېدل، هغه څه ښارګوټي او کورونه شول او هغه چې له کرښې اخوا وو، هغه راباندې بند شول."

په ننګرهار کې د کوچیانو چارو رییس وايي، دې ولایت کې د کوچیانو شااوخوا ۸۰زره کورنۍ مېشتې دي چې ډېری دایمي استوګن دي.

د کوچیانو کېږدۍ او د هغوی مالداري

نېک محمد مني چې په وروستیو کلونو کې د کوچیانو لپاره د ننګرهار پراخې دښتې راتنګې شوي خو زیاتوي چې د ننګرهار ولایت کې د کوچیانو ستونزې یې له مرکز سره شریکې کړي.

هغه زیاته کړه: "اوس د کوچیانو لپاره ښه خبر دا دی چې د ولسمشر د یوه فرمان له مخې، د کوچیانو څړځایونه تثبیتېږي او د دې لپاره یو پلان جوړ شوی دی، په ننګرهار کې تقریباً ۵۰زره جریبه د کوچیانو د څړځایونو مځمکه په مختلفو ساحو کې تثبیت شوې او په تېزۍ یې کارونه روان دي."

په ننګرهار کې کوچیان د روغتیا، پوهنې او پاکو اوبو ته د لاسرسي په برخو کې هم جدي ستونزې لري، خو د کوچیانو قومي مشر حاجي ګلمیران وايي، څړځایونه او ایلبندونه د کوچیانو لپاره داسې وي لکه کبانو ته اوبه او که څړځای نه وي نه کوچی شته، نه یې رمې او نه یې کیږدۍ.