د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۳

کوچیان: میدان وردګو کې زمونږ پر وړاندې روان تاوتریخوالی نور د زغم نه دی


ميدان وردګو کې د کوچیانو لاريون
ميدان وردګو کې د کوچیانو لاريون

کوچیان وايي، په میدان وردګو ولایت کې د دوي پر وړاندې روان تاوتریخوالی نور د زغم نه دی.

په میدان وردګو ولایت کې د کوچیانو لاریون.

لاریون کوونکي څه غواړي؟

یوه لارین کوونکي وویل: "دا لاریون مو په دې خاطر کړی چې زموږ غږ څوک نه اوري زموږ ټول څړ ځایونه خاورې شول، حکومت مو غږ نه اوري، د دې لپاره زموږ غږ نه اورېدل کېږي چې دلته جاسوسان دي او نه غواړي دغه ستونزه حل شي، که کوچي ته زیان ورسېږي د افغانستان اقتصاد له زیان سره مخ کېږي."

یو بل لاریون کوونکی وايي: "موږ له هزارګانو سره ستونزه نه لرو، له هغه چا سره ستونزه لرو چې له نورو ځایونونه راغلي او زموږ مالونه او ټوله دارايي یې راته غصب کړې له هغو سره موږ ستونزه لرو او حکومت چې موږ ته توجه نه کوي حتماً یا کمزوری دی او زور یې نه رسېږي."

دوی چې شمېر یې لسګونو ته رسېږي له افغان حکومت نه د کوچیانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي غوښتنه کوي.

په میدان وردګو ولایت کې د کوچیانو شورا مشر همایون عزيزي د دغه لاریون په اړه ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل: "کوچیان د دې هېواد وګړي نه دي؟ کوچیان په دې هېواد کې د ژوند حق نه لري؟ موږ له هزاره ورونو سره ستونزه نه لرو خو یو شمېر کسان دي چې نه غواړي موږ په ارامۍ سره ژوند وکړو، یو شمېر کسان غواړي دغې قومي جګړې ته لمن ووهي."

په میدان وردګو ولایت کې د کوچیانو او هزاره ګانو ترمنځ وسله والې نښتې ان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د حکومت له مهاله پاتې یوه جنجالي موضوع ده.

دوه اوونۍ وړاندې د میدان وردګو ولایت د بهسود ولسوالۍ په کجاب سیمې کې چې ډېری اوسېدونکي یې هزارګان دي، او ځايي کوچیانو ترمنځ وسله واله نښته وشوه.

که څه هم د دغه وسله والې نښتې د تلفاتو په اړه کره جزئيات ورنکړل شول خو په ولسي جرګې کې د میدان وردګو ولایت پخواني او د کابل ولایت اوسني غړي سید حسین ناصري په خپل فیسبوک پاڼه لیکلي و چې په دغه نښته کې کوچیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په ورته وخت کې غلام حسین ناصري له سيمې څخه بل روايت لري.

هغه وايي، طالبانو د کوچيانو په جامه کې د سيمې پر خلکو بريدونه وکړل او ځايي کسان يې د دفاع لپاره راپاڅېدل.

هم مهاله په ولسي جرګې د د دایکندي ولایت د خلکو استازی شرین محسني له ازادي راډیو سره په خبرو کې وايي، د دې ستونزې د دوام لپاره یو شمېر مشخصې کړۍ کار کوي.

د نومړې په وینا حکومت اصلاً په دې تړاو اراده نه لري.

هغه زیاتوي: "یو شمېر کسان نه غواړي دغه ستونزه حل شي، کنه موږ حکومت لرو، قانون لرو او دغه حکومت کولای شي دغه ستونزه حل کړي، زه فکر کوم دغه ستونزه هم د خبرو له لارې حل کېدای شي او هم د قانون له لارې."

افغان چارواکي په دې اړه له څه ویلو څخه ډډه کوي.

دغه لاریونونه او اندېښنې په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ ولسي جرګې د دې ستونزې د هوار لپاره یو پنځه کسیزه پلاوي وټاکه.

د افغانستان ولسي جرګه
د افغانستان ولسي جرګه

په ولسي جرګه کې د کوچیانو د استازې فرزانې کوچۍ په خبره، چې ټاکل شوي پلاوي خپلې څېړنې پیل کړي خو لا یې پایله نه ده په ډاګه شوې.

په ولسي جرګه کې د میدان وردګو ولایت د خلکو د استازي محمد مهدي راسخ د معلوماتو پر بنسټ دغه ستونزه له تېرو ۱۵ کلنو راپدېخوا په خپل ځای پاتې او وخت ناوخته په دې ولایت کې د یادو قومونو ترمنځ نښتې رامنځته کېږي.

د نوموړي په خبره دا سیمه ییز تاوتریخوالی او نښتې هر کال په همدې موسم کې د دواړو لوریو له خوا د څړځایونو په سر رامنځته کېږي.

XS
SM
MD
LG