د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۹

ځیني څارونکي بنسټونه: د کوچیانو د انتخاباتي حوزې د رأیو په شمېر او تفتیش کې فساد شوی


د افغانستان د انتخاباتي د څار یو شمېر بنسټونه وايي چې د کوچیانو د انتخاباتي حوزې د رأیو په شمېرلو او تفتیش کې پراخ فساد شوی.

د انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه وايي چې د کوچیانو د انتخاباتي حوزې د رأیو په شمېرلو کې د ځینو کاندیدانو په رأیو کې لاسوهنه شوې ده.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ یا فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د رأیو ورکولو په محلونو کې د رأیو شمېر له هغو رأیو سره چې د ځینو کاندیدانو لپاره شمېرل شوي، په کې په لویه پیمانه توپير لیدل کېږي.

یوسف رشید
یوسف رشید

ده وویل:

"له بده مرغه د کوچیانو په حوزه کې په ځانګړو ساحاتو کې فساد شوی او حتی د کوچیانو د ناظرینو په برخه کې هم یو ډول غفلت او تبعیض اميزه چلند شوی."

د ښاغلي رشید په وینا، دغه سلیقوي چلند انتخاباتي عدالت تر پوښتنې لاندې راوستی.

له دې وړاندې یو شمېر معترضو کوچي کاندیدانو هم ویلي چې د کوچیانو په ټولو انتخاباتي حوزو کې درغلۍ شوي او په ځانګړې توګه د کابل، کندهار، لوګر، کاپیسا او بغلان په ولایتونو کې د تقلب کچه لوړه وه.

دوی همدا شان ګواښ کوي چې که پاکې رأیې له ناپاکو هغو بېلې نه شي، د انتخاباتو پایلې ورته د منلو وړ نه دي.

کوچیان په ولسي جرګه کې لس څوکۍ لري چې درې یې ښځو ته ځانګړې شوې دي.

تراوسه هم د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د رأیو د شمېر په جریان کې د کاندیدانو ناظرین، د مدني بنسټونو او ګوندونو استازي موجود وو او دوی هڅه کوي چې حق حقدار ته وسپاري.

د دغه کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح سادات په دې اړه ازدي راډیو ته وویل:

ذبیح الله سادات
ذبیح الله سادات

"د انتخاباتو خپلواک کمېسیون هڅه کوي چې حق حقدار ته وسپاري او هېڅ به داسې مورد نه وي چې کوم کس د چا په ګټه او یا ضرر کار وکړي او په پروسه کې دې مداخله وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د یو شمېر هغو حوزو رأیې چې د پراخ فساد په اړه یې شکایتونه موجود وو، د رأیو بیا شمېرل پيل کړي چې اوس هم جریان لري.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG