د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۰

په کندز کې پر څه باندې ۶ زره وچکالۍ ځپلو کوچیانو غنم وېشل کېږي


د کندز سیمه‌ییز چارواکي وايي چې دوی د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان پر اساس د دې ولایت پر څه باندې ۶۰۰۰ وچکالۍ ځپلو کوچیانو د زر ټُنه غنمو د وېشلو لړۍ پیل کړې ده.

د کندز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ادارې چارواکي وايي چې دوی د ملي یووالي حکومت د فرمان پر اساس د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د کوچیانو پر ۶۶۵۰ وچکالۍ ځپلو کورنیو د ۱۰۰۰ ټُنه غنمو د وېشلو لړۍ پیل کړې.

د نوموړې ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست، رئیس محمد منیر نیازي په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"دغه خوراکي غنم د کرنې وزارت له‌خوا د ملي یووالي حکومت د فرمان پر اساس د دې ولایت پر وچکالۍ ځپلو کوچیانو وېشل کېږي او دغه مرستې به همدا شان دوام ولري."

د کندز چارواکي
د کندز چارواکي

په ورته وخت کې د دې ولایت کوچیان د حکومت له دې بې ساري اقدامه مننه کوي او زیاتوي چې دوی د وچکالۍ له کبله سخت زیانمن شوي او د لازیاتو مرستو غوښتنه کوي.

دوی دغه راز د کندز پر سیمه‌ییزې ادارې غږ کوي چې د دوی لپاره د څښاک د اوبو څاګانې وکېندي او د زورواکو له‌خوا د څړ ځایونو د غصب مخه ونیسي.

د کوچیانو دوه تنو استازو عبدالمجید او اخترمحمد په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د زورواکو له‌خوا زموږ څړځایونه غصبېږې او زموږ مالدارۍ د ختمېدو په حال کې ده او زموږ لپاره باید د څښاک د اوبو څاګانې وکېندل شي، ځکه موږ د اوبو نشتوالی سره مخ یو.

-دغه غنم د دې ولایت د مرکز او ۹ ولسوالیو پر کوچیانو وېشل کېږي او هرې کورنۍ ته ۳ بورې غنم ورکول کېږي او موږ له دولته غواړو چې زموږ د مالچرونو د غصب مخه ونیسئ."

د کندز کوچینان
د کندز کوچینان

بلخوا د کندز والي عبدالجبار نعیمي پر وچکالۍ ځپلو کوچیانو د مرستو د وېشلو پرمهال هغوی ته ډاډ ورکړ چې ډېر ژر به د کوچیانو ستونزو ته رسېدنه وکړي:

"دولت د خپلو امکانانو څخه د دې ولایت مستحقو کورنیو سره مرستې کړي او دا مرستې به دوام لري، خو له تاسو غوښتنه کوم چې په خپلو سیمو کې ځوانان سالمې روزنې او د حلال رزق پېدا کولو ته وهڅوة او په خپلو سیمو کې د سولې او ثبات د ټېنګښت لپاره کار وکړئ."

په‌دغه ولایت کې پر وچکالۍ ځپلو کوچیانو په داسې حال کې د حکومت له خوا غنم وېشل کېږي چې له دې وړاندې د دې ولایت د مرکز او ولسوالیو دهقانانو باندې هم د حکومت له‌خوا غنم او دغه راز د څارویو خوراکه وېشل شوې وه.

کندز د هېواد له مهمو کرنیزو ولایتونو څخه شمېرل کېږي او د دې ولایت د ۸۵ سلنه اوسېدونکو اقتصاد په مالدارۍ او زراعت پورې ارتباط لري، خو په روان کال کې وچکالۍ د دغه ولایت بزګران او کوچیان یې سخت زیانمن کړي دي.

راپور: اجمل ارین-کندز

XS
SM
MD
LG