د سولې فعال بنسټونه: افغانان باید په رښتینې ډول د سولې مذاکرات پرمخ یوسي

قطر کې د پیل شویو مذاکراتو له ځایه یو انځور

د سولې په برخه کې یو شمېر فعال افغان بنسټونه وايي، افغانان باید د سولې له شته فرصته په ګټنې په رښتیني ډول دا مذاکرات پر مخ یوسي.

په قطر کې د بین‌الافغاني خبرو د مقدماتي غونډې له پیل سره سم، د سولې برخه کې یو شمېر فعال افغان بنسټونه وايي، افغانان باید د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره، دا خبرې په رښتیني ډول پر مخ یوسي.

د افغانستان سولې انسټټیوټ وايي، وروسته له لسیزو جګړو د بین‌الافغاني خبرو پیل د افغانانو لپاره ګټور فرصت دی چې له لاسه ورکول به‌یې کلونه جبران ولري.

د دې انسټټیوټ مشر یاسر احمدزي د شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وږې ۲۲» ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، که څه هم د بین‌الافغاني خبرو د بریالیتوب لپاره لا هم تضمین نه‌شته، خو په دې برخه کې د سیمې او نړۍ د یو شمېر هېوادونو اجماع او د افغانانو د خپلمنځي اختلافونو لهه‌منځه وړل دا بهیر بریالی کولای شي.

احمدزي زیاته کړه: "دا په ټوله کې یو طلایي چانس دی، هم د طالبانو او افغان حکومت لپاره چې باید یې له لاسه ورنه‌کړي، ځکه که دغه چانس له لاسه ولاړ بیا به امریکا او نړیواله ټولنه په دومره لېوالتیا دا پروسه بیا پيل نه‌کړي."

یاسر احمدزی

د طالبانو او امریکا ترمنځ له یو نیم کال زیات وخت خبرو وروسته اووه میاشتې مخکې د فبرورۍ په ۲۹مه په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د افغان سولې هوکړه لاسلیک شوه.

د دې هوکړې یوه مهم برخه د افغان حکومت له‌خوا د طالبانو د ۵۰۰ بندیانو او د طالبانو له‌خوا د حکومت د ۱،۰۰۰ بندیانو د خوشې کولو او تبادلې موضوع چې د هوکړې پر بنسټ تر هغې وروسته به دواړه خواوې بین‌الافغاني خبرو ته کېناستل.

اوس دا بهیر بشپړ شوی، ټاکل شوې چې د دوشنبې په ورځ دا خبرې پیل شي چې نن (شنبه) یې مقدماتي غونډه وه.

د افغانستان سولې او شخړې انسټټیوټ وایي، په دوحه کې مذاکراتي پلاوي باید ژر تر ژره د سولې توافق ته ورسېږي.

د دې انسټټیوټ مرستیال حکمت‌الله اعظمي وايي، که افغانان خپلې ستونزې او د غوښتنو لړۍ نرمه کړي، کولای شي د بهرنیو ترورېستي ډلو په وړاندې هم یو لاسي شي.

حکمت الله اعظمي

اعظمي وویل: "افغانان کولای شي د بهرنیو جنګیالیو یا ترورېستي ډلو په وړاندې هم ګډ کار وکړي او د هغو له‌خوا افغانستان او افغانانو ته موجود ګواښ له‌منځه‌یې یوسي، خو که دلته بهرنۍ ترورېستي ډلې وي، نو که طالبان سوله هم وکړي جنګیالي به‌یې له دې ډلو سره یوځای شي."

د افغان سولې فعالینو یوه غوښتنه دا هم ده چې افغان سوله کې دې ټولو هغو لورو ته پام وشي چې جګړې کې یې قربانۍ ورکړې دي.

په ورته وخت کې د سولې ولسي حرکت چې نږدې دوه کاله کېږي د افغان سولې لپاره فعالیت کوي وايي، د افغانانو خپلمنځي خبرو په لړ کې باید تر هر څه دمخه اوربند وشي.

د دې حرکت مشر اقبال خېبر ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، دا چې اوس د مذاکراتو د مېز تر شا افغانان ناست دي، باید افغان وژنه بنده شي.

د سولې ولسي حرکت مشر اقبال خېبر

خېبر زیاتوي: "لومړی باید اوربند وشي، له هغې وروسته دې په ټولو اختلافي ټکو په سړه سینه کار وکړي، مشکل نه‌شته، خو په سیمه کې باید د افغانانو د وینو بهېدل ودروي بیا دې په اختلافي مواردو بحث وکړي او هوکړې ته دې ورسېږي."

د افغان حکومت د سولې مذاکراتي پلاوی د جمعې په ورځ د قطر پلازمېنې دوحې ته ورسېد.

د افغانستان ملي روغې جوړې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست حنیف اتمر، د سولې په چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازی سلام رحیمي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر منصور نادري هم د دغه پلاوي ملګرتیا کوي.