امریکا کې په یوه ورځ د کرونا ویروس له ۵۵۰۰۰ ډېرې پېښې ثبت شوي

پرون د جولای په دویمه د نویو پیښو نژدې نیمایي، یعنې پنځه ویشت زره یې یوازې په څلورو ایالتونو اریزونا، کلفورنیا، فلوریډا او ټکزاس کې ثبت شوې.

په امریکا کې پرون د جون په دویمه په یوه ورځ د کرونا ویروس څه باندې پنځه پنځوس زره پېښې ثبت شوې.

په ورځنۍ کچه دا پیښې د تېرو دوو اوونیو مخکې ورځو پرتله دوه برابره زیاتوالي ښيي.

په امریکا کې په ورځنۍ کچه د کرونا ویروس پېښې داسې مهال په زیاتېدو دي چې دغه هېواد د جولای په څلورمه د ازادۍ ورځ لمانځي او د اوونۍ د پای اوږده رخصتي مخته لري.

د ازادۍ دا ورځ په دودیزه توګه په سفرونو، غونډو او مېلو لمانځل کېږي او داسې وېره شته چې د کرونا ویروس پراختیا به نوره هم ورسره ډېره شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د داکوتا په جنوب کې راشمور غره ته ځي چېرته چې په غرنۍ سیمه کې د امریکا د څلورو ولسمشرانو سرونه حکاکي شوي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

ټاکل شوې چې د ازادۍ د لمانځنې دې مراسمو کې شاوخوا اوه نیم زره خلک برخه واخلي، هلته ځایي چارواکو ویلي چې ټولنیز واټن نه ساتل کېږي خو خلکو ته ماسکونه ویشل کېږي سره له دې چې بندول یې لازمي نه دي.

په امریکا کې د کرونا پېښې په څلویښتو ایالتونو کې د زیاتېدو په حال کې دي، خو تر ټولو لوړه کچه یې د دغه هېواد په جنوب او لویدیځ کې ده.

پرون د جولای په دویمه د نویو پیښو نژدې نیمایي، یعنې پنځه ویشت زره یې یوازې په څلورو ایالتونو اریزونا، کلفورنیا، فلوریډا او ټکزاس کې ثبت شوې.

دغلته د دغه ویروس په پېښو کې زیاتوالی وروسته له هغه ښکاره شو چې د کرونا ویروس معاینې زیاتې شوې.

له نویو پېښو سره په روغتونونو کې بسترېدل هم زیات شوي دي.

په امریکا کې د عفوني او ساري ناروغیو لوړپوړي متخصص انتوني فوچي ویلي، که اوسنیو چارو کې بدلون رانه شي، د کرونا پېښې په ورځ کې یو لکو ته پورته کېدای شي.

له دې سره د امریکا په جنوب او لویدیځ کې چارواکي اړ شوي چې د اقتصادي فعالیتونو بیا پیل و دروي او یا یې راتلونکې ته وځنډوي.

په اکثرو ایالتونو کې رستوارنتونو، بارونو او د سمندر غاړو ته د بندولو ویلي او یا یې سپارښتنه کړې چې هلته باید محدود شمېر کسان ناسته ولاړه وکړي.

د امریکا په دویم نمبر ګڼ میشتي ایالت ټکزاس کې والي خلکو ته ویلي چې باید په عامه ځایونو کې له ماسکونه ګټه واخلي.

په امریکا کې تراوسه د کرونا ویروس له کبله رامنځته شوې کویډ ۱۹ ناروغۍ ۱۲۸ زره کسان مړه کړي دي.

په اروپا کې بیا دا پېښې او له امله یې مړینه په کمېدو ده او اروپایي ټولنې د جولای په لومړۍ نېټه د پنځلسو هېوادونو اتباعو ته خپلې پولې پرانستې، په دغو هېوادونو کې برازیل او روسیه نه دي شامل.

په نړیواله کچه د کرونا ویروس پېښې لس اعشاریه اته میلیونو ته پورته شوې او تر اوسه دغه ویروس پنځه لکه او شل زره کسان مړه کړي دي.