د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۹

امریکا: یوه ورځ کې د کرونا ویروس ۴۰۰۰۰ مثبتې پېښې ثبت شوې


ټکزاس او فلوریډا هغه ایالتونه دي چې وروستیو درېیو ورځو کې د نورو پرتله ډېرې پېښې په کې رامنځته شوي.
ټکزاس او فلوریډا هغه ایالتونه دي چې وروستیو درېیو ورځو کې د نورو پرتله ډېرې پېښې په کې رامنځته شوي.

امریکا کې پرون جمعه په یوه ورځ د کرونا ویروس څه باندې ۴۰ زره پیښې ثبت شوې چې په ورځنۍ توګه د پېښو تر ټولو لوړ شمېر دی.

له دې سره یو شمېر ایالتونه له هغه ګامه په شا شوي چې غوښتل یې لګول شوي بندیزونه لرې کړي.

ټکزاس او فلوریډا هغه ایالتونه دي چې وروستیو درېیو ورځو کې د نورو پرتله ډېرې پېښې په کې رامنځته شوي.

د ټکزاس والي، دغلته د ټولو بارونو د تړلو امر کړی دی او په فلوریډا کې د بارونو دننه د شرابو څښل منعه شوي دي.

چارواکي وایي، امریکا کې د کرونا پېښې ځکه بېرته په ډېرېدو شوې چې ایالتونو بېرته اقتصادي فعالیتونه پيل کړل او ورسره خلکو ماسکونه لرې او د ټولنیز واټن سپارښتنې یې له پامه وغورځولې.

XS
SM
MD
LG