اروپايي محکمه: هنګري د کډوالو په ساتلو سره سرغړونه کړې

ارشیف

د اروپا عالي محکمې هنګري، په یو سرحدي سیمه کې چې زندان ته ورته وه، د افغان او ایراني کډوالو په ساتلو سره د اروپايي ټولنې له قوانینو په سرغړونه تورن کړی.

هنګري وايي چې سربیا یو خوندي ترانزیتي هېواد دی او دې کډوالو باید په هغه هېواد کې د سیاسي پناه غوښتنه کړې واي.

بوداپست په همدې دلیل د دې کډوالو غوښتنلیکونه رد کړي دي

هنګري د کډوالو په مسئله کې د سخت چلند له کبله تل د اروپايي ټولنې تر انتقاد لاندې دی او د عدالت له اروپايي محکمې سره چې د پنجشنبې په ورځ یې خپل وروستی حکم اعلان کړ، څو ځلې په لانجو اوښتی دی.

د هنګري پرضد دا قضیه څلورو افغان او ایراني کډوالو اروپايي محکمې ته چې مرکز یې په لوکزامبورګ کې دی راوړې وه.

دا کډوال چې له سربیا څخه هنګري ته اوښتي وو، د دې هېواد په ختیځ کې د روزکې په نوم په ترانزیتي سیمه کې دېره شوي وو.

دې کډوالو د سیاسي پناه لپاره غوښتنلیکونه له همدې سیمې د مهاجرت ادارې ته استولی وو خو دوی اوس هم هلته ساتل کېږي په داسې حال کې چې هم په اروپا کې که د کډوالو دا ډول ساتنه، د هغو د غوښتنلیکونو له څېړنې مخکې غیرقانوني ګڼل کېږي.

بوداپست چې د دې کډوالو غوښتنلیکونه یې رد کړي دي استدلال کوي چې سربیا د کډوالو لپاره د ترانزیت خوندي هېواد دی ځکه نو دوی باید د سیاسي پناه غوښتنه هلته سپارلې وای.

سربیا هم دا څلور ایرانیان او افغانان بېرته ونه منل او ویل یې چې دوی په غیرقانوني ډول هنګري ته نه دي ننوتلي او ځکه د هنګري او سربیا ترمنځ د تعاملاتو په اساس په هغو شرایطو نه دي برابر چې په دې هېواد کې له سره سیاسي پناه وغواړي.

روزکې لوړ دېوالونه لري چې په اغزن سیم پوښلي دي، په دې سیمه کې پر آزاد تګ راتګ سخت محدودیت لګول شوی او قاضیانو یې شرایط له زندان سره ورته بللي دي.

د اروپايي محکمې په حکم کې راغلي، د روزکې په ترانزیتي سیمه کې شرایط له آزادۍ څخه له محرومیت سره انډول دي ځکه خلک نه شي کولای په قانوني ډول او په خپله خوښه له هغه ځایه ووځي.

د دې حکم له صادرېدو وروسته د بشری حقونو یوې مدافع ټولنې د هنګري له حکومت څخه د هغو کډوالو د آزادولو غوښتنه وکړه چې د دې هېواد په دوو ترانزیتي سیمو کې ساتل کېږي.

د هنګري - هیلسینکي کمېټه، چې په کمپ کې دېره خلکو ته حقوقي مشورې ورکوي وايي دا حکم د هغو کسانو لپاره چې په کانتیرونو کې او د اغزن سیم لرونکو دیوالونو شاته بندیان دي یوه د پام وړ بریا وه.

په هنګري کې د بخښنې د نړیوال سازمان مشر ډیویډ ویګ دا اقدام له کډوالو سره د هنګري د ناوړه چلند پر وړاندې یو غبرګون وباله.

له دې مخکې د بشري حقونو ډلو او په روزکې کې دېره خلکو هم د چارواکو له چلند څخه شکایتونه کړي وو، او تور یې لګولی و، چې دوی ته خواړه او نور د اړتیا وړ شیان نه ورکول کېږي.

د ویکتور اوربان په مشرۍ د هنګري ښی اړخی حکومت استدلال کوي چې په ترانزیتي سیمو کې خلک غیرقانوني نه نیول کېږي بلکې هغوی آزاد دي او کولای شي چې بېرته سربیا ته ستانه شي.

اروپايي هېوادونه په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې اروپا ته د کډوالو د څپې د ورماتېدو له کبله اندیښمن شول او د اروپايي ټولنې غړي د کډوالو د اړوندو پالیسیو او قوانینو پرسر سره وران شول.

د عدالت اروپايي محکمه د اروپايي ټولنې تر ټولو ستره محکمه ده چې د قوانینو تفسیر او د ټولنې په ۲۷ غړو هېوادونو کې د هغو د انډول پلي کېدو ضمانت یې دندې دي.