د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۲

'اروپا، مرکزي اروپا، اسیا او بالکان هېوادونو کې ډیموکراسي ځپل کېږي'


 د فریډم هاوس رئیس مایکل ابراموویځ
د فریډم هاوس رئیس مایکل ابراموویځ

په امریکا کې دېره د ډیموکراسۍ یوه څارونکې اداره فریډم هاوس په مرکزي اروپا، بالکان هېوادونو، اروپا او اسیا کې ډیموکراسۍ د کمزوري کېدو خبرداری ورکړ.

دغه اداره وايي په دغه ساحه کې ګڼ رهبران داسې کارونه کوي، چې د ډیموکراسۍ له اصولو سره په ټکر کې وي.

د فریډم هاوس کلنی راپور وايي په مرکزي او شرقي اروپا کې ګڼ رهبران داسې نه ګڼي چې د دوی دنده د ډیموکراسۍ د حاکمیت لپاره رول ادا کول دي.

په امریکا کې دېره د ډیموکراسۍ د دې څارونکې ادارې دا راپور چې نن خپور شوی وايي، دغه رهبران پر ډیموکراتیکو ادارو په ښکاره یرغل کوي او د خلکو د انفرادي ازادیو پر محدودولو هم کار کوي.

راپور وايي پر ډیموکراتیکو ادارو حملې ښايي د کرونا ویروس د وبا له کبله زیاتې شي، خو د فریډم هاوس رئیس مایکل ابراموویځ ویلي دغه روغتیايي بحران داسې بدلون راوستلی چې یا مسایل ښايي نور هم بدتره یا هم ډیموکراسۍ بېرته احیا شي.

د "ملتونه د انتقال په حال کې" په نوم د فریډم هاوس راپور، په ۲۹ هېوادونو کې ډیموکراسۍ ته تر ټولو ټیټ امتیاز ورکړل شوی، چې هغه ۱۰ دی."

په ټوله کې په راپور کې د سیمې لپاره د ډیموکراسۍ امتیاز او د ټولو هېوادونو اوسط ارزول شوی دی، چې له مخې یې په تېرو ۱۶ کلونو کې دغه امتیاز راکم شوی دی.

فريډم هاوس
فريډم هاوس

د فریډم هاوس راپور وايي، د ډیموکراتیکو اصلاحاتو په نوم په انتخاباتي سیسټمونو کې مداخلې دې ته زمینه برابره کړې، چې له واک څخه لیرې کېدونکو رهبرانو او د پارلمان غړو ته غیرمعمولي امتیاز ورکړل شي، حال دا چې دوی د سیاسي بایکاټ دغه راز د ازادو رسنیو او مدني ټولنې پر خلاف د ناوړه کمپاینونو له کبله څنډې ته بېول شوي وو.

د فریډم هاوس راپور وايي قضاییه قوه او د قانون حاکمیت په ګڼو هېوادونو کې د دغسې مانورونو له لارې په نښه شوي، داسې چې ځینو رهبرانو خپل وفاداران د محکمو لپاره غوره کړي او داسې قوانین یې تصویب کړي، چې قضايي خپلواکي زیانمنوي.

د راپور له مخې په شپږو هېوادونو، چک جمهوریت، ګرجستان، لاتویا، مونتي نیګرو، پولنډ او سلواکیا کې قضايي خپلواکي خورا کمه شوې ده.

هنګري، سربیا او مونتي نګرو د ډیموکراسیو له کتګورۍ څخه کاملاً ایستل شوي او اوس د انتقالي دولت یا ترکیبي رژیم په لېست کې شامل کړای شوي دي.

د فریډم هاوس راپور وايي، د اروپايي ټولنې غړی هېواد هنګري د امتیاز له مخې په تېرو ۲۵ کلونو کې تر ټولو ټیټ ته رسېدلی دی.

XS
SM
MD
LG