د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۴

هنګري ۱۴ ایراني محصلین له دغه هېواده باسي


ارشیف، د هنګري پولیس
ارشیف، د هنګري پولیس

هنګري وایي، د هغو ۱۴ ایراني محصلینو ایستل پیلوي چې د ادعا له مخې د کرونا ویروس له امله د قرنطین له اصولو یې سرغړونه کړې ده.

د هنګري د پولیسو یوه مشر رابرټ کیس پرون وویل چې تېره میاشت د بوداپست په یوه روغتون کې دغو محصلینو د قرنطین په جریان کې د ټولنیزو اصولو خلاف بې‌باکه او له قهره ډکه چلند کړی دی.

ښاغلي کیس په یوه خبري غونډه کې وویل چې ۱۱ محصلین به نن له دې هېواده وایستل شي او پاتې درې نور به یوه اوونۍ وروسته خپل هېواد ته واستول شي.

دغه محصلین وروسته له هغې له هنګري ایستل کېږي چې د دې هېواد روغتیا وزارت تور پورې کړی چې دغه محصلین له اجازې پرته د روغتون له خونو وتلي، خوندیتوب‌یې نه‌دی مراعات کړی او ځینې نورې سرغړونې یې کړې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند عباس موسوي تېره اوونۍ د هنګري د حکومت دغه پرېکړه د ژورې خواشینۍ وړ بللې وه.

هنګري چې تقریباً ۱۰ میلیونه نفوس لري، د کرونا ویروس یا (کووېډ-۱۹) شاوخوا ۱۶۰۰ مثبتې پېښې په‌کې ثبت شوي او ۱۳۴ تنه هم ترې مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG