د افغانستان راتلونکې په اړه امریکايي کانګرس ارزونې پیل کړي

د امریکا د کانګرس یوه څنډه- ارشیف

د امریکا د کانګرس یو مطالعاتي ډلې ته دنده ورکړې چې د افغانستان د راتلونکې په اړه د امریکا د پالیسۍ په برخه کې خپل وړاندیزونه ورسره شریک کړي.

د امریکا د کانګرس نوې جوړه شوې مطالعاتي ډله به د افغانستان د سولې د بهیر او د دغه هېواد د سیاسي، اقتصادي او نظامي موضوعاتو په اړه خپلې ارزونې پیل کړي.

په افغانستان کې د امریکا د سولې انسټېټوټ وايي، د دغه ۱۴ کسیز ټیم کار د امریکا د لوی درستیزانو د کميټې پخوانی رئیس جرال جوزف ډنفورډ، د هغه هېواد د سولې انسټېټوټ د عمومي رئیس او دغه شان د کانګرس د یو مخکیني غړي له خوا په ګډه مخته وړل کېږي.

په افغانستان د امریکا د سولې انسټېټوټ رئیس احسان ضیا وايي، د دغه مطالعاتي ټیم د ارزونو پایله چې ډېری غړي یې تقاعد شوي کسان دي، د افغانستان د راتلونکې په اړه د امریکا د پالیسۍ جوړولو په برخه کې ډېره ارزښت لرونکې وي.

هغه زیاتوي: "کانګرس او د امریکا حکومت به ددغه ډلې مطالعاتو ته ډېر ارزښت ورکړي، ځکه فوق العاده لوړ پوړی پلاوی دی، د افغانستان د راتلونکې او سولې په اړه به د دغې ډلې وړاندیزونه، د امریکا د حکومت او کانګرس د پالیسیو په برخه کې او له افغانستان سره به ېې دچلند په تړاو، د اهمیت وړ وي."

ښاغلی ضیا وايي، دغه مطالعاتي ټيم چې درې میاشتې مخکې جوړ شوی ۱۵ سلاکاران هم لري، چې هر یو یې په یو ډول په افغانستان کې د خدمت مخینه او ښې تجربې لري.

د نوموړي په خبره د دغې ډلې وړاندیزونه به ۲۰۱۲۱ میلادي کال کې د امریکا حکومت او کانګرس ته وړاندې شي او د امریکا حکومت به یې پر بنسټ په مسوولانه ډول د افغانستان په وړاندې عمل وکړي.

په افغانستان د امریکا د سولې انسټېټوټ رئیس احسان ضیا ټینګار کوي چې د دغه ټیم ارزونې به له افغانستان او سیمې پراخې وي او په خبره یې د افغانستان لپاره به هم ارزښت لرونکي وي.

هغه وايي: "ټول هیوادونه اوښکیلې خواوې، اروپ، ناټو، د سیمې او منځنۍ اسیا هېوادونه، د پراختیا د برخې متخصصین، حکومتولي، سوله او نور رانغاړي، دغه اقدام د افغانستان د راتلونکې لپاره نیک تصمیم دی ځکه د افغانستان په اړه د امریکا حکومت ته د ناڅرګند تصمیم اجازه نه ورکوي."

ټاکل شوې وه چې دغه ډله د افغانستان سولې د بهیر او دغه شان د دغه هېواد د سیاسي او نظامي موضوعاتو په اړه خپل لومړني کارونه پیل کړي خو په خبره یې چې د کرونا ویروس له امله د رامنځته شویو ستونزو له کبله ځنډېدلي دي.

د امریکا د کانګرس مذاکراتي ډلې په داسې حال کې په افعانستان کې د سولې د بهیر او په دغه هیواد کې د روان سیاسي وضیعت په اړه خپل ارزونې پیلوي، چې د سولې بین الافغاني خبرې لا نه دي پیل شوي او د افغانستان د ولسمشرۍ له ټاکنو راولاړ شوې ستونزې هم لا په خپل ځای دي.