سپاه پاسدران: داسې اله مو اختراع کړې چې له لرې واټنه کرونا ویروس پېژني

حسین سلامي وايي، دا یو عجیب تخنیک لري چې د هېواد په بېلابېلو روغتونونو کې ازمویل شوی دی.

په ایران کې د عجیبه اختراع ادعا په کور دننه او بهر له ملنډو سره مخامخ شوه.

د ایران د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي عمومي قومندان حسین سلامي ادعا کړې ده چې د "مستعان ۱۱۰" په نوم اله پوځ اختراع کړې ده چې له لرې واټنه کرونا ویروس پېژني.

د ایران د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي لپاره د داسې الې د اختراع خبر د بریالیتوب د یوې شیبې په ډول ولمانځل شو چې ویل کېږي دغه اله د کرونا ویروس ناروغ د امواجو په مټ له سل متره لرې پېژني.

د اپریل په پنځلسمه د ایران د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي عمومي قومندان حسین سلامي چې خپله یې ماسک اغوستی و په تلویزیون کې راڅرګند شو او ویې ویل چې دا یو عجیب تخنیک لري چې د هېواد په بېلابېلو روغتونونو کې ازمویل شوی دی.

خو ډيرو د دې ادعا په اړه غبرګونونه څرګند کړي دي.

د ایران فزیک ټولنې د پنجشنبې په ورځ وویل چې دا اله د علمي او تخیلي داستانونو په څېر ده.

د ایران د فزیک ټولنې په بیان کې راغلي دي چې دا ادعا له علم سره سر نه خوري ځکه چې تر اوسه د بشر پوهه دا توان نه لري چې د سل نانومترو په اندازه واړه ذرات له لرې معلوم کړي.

د اپریل په پنځلسمه چې کله د سپاه پاسداران انقلاب قومندان د کرونا ویروس د کشف د الې د اختراع خبره وکړه په همغه ورځ د ایران د روغتیا وزارت ویاند کیانوش جهانپور وویل چې دا خبر دا وزارت نه تائیدوي.

د ایران د ولسمشر د رسنیو د برخې سلاکار حسام الدین اشنا پرته له دې چې د سپاه پاسداران انقلاب نوم واخلي یا دې نوې اختراع ته اشاره وکړي په ټویټر کې د ایران ملي راډیو تلویزیون مخاطب کړ او ویې لیکل چې په داسې حال کې چې ټولنه هره ورځ له عجیبو او غریبو خبرونو سره مخامخ ده د روغتیا وزارت له رسمي تائید پرته دې د اختراعاتو په برخه کې له راپورونو ډډه وکړي.

په خواله رسنیو کې د انتقاد کوونکو غبرګونونه دوام لري او ډېرو په ملنډو لیکلي دي چې سپاه پاسداران د داسې څه د جوړېدو خبره کړې ده چې هر ویروس په پنځه ثانیې کې پېژندلی شي.

دې اختراع له ایرانه بهر هم غبرګونونه پارولي دي.

په دې لړ کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت سلاکار لین خودورکوفسکي په ټویټر کې په طنز لیکلي دي چې نوې ډېره عالمانه اله د ډاکتر سلامي د تائید وړ ګرځېدلې ده.

د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت په فارسي ژبه په ټویټر کې لیکلي دي: "سردار سلامي وایي، د سپاه دا نوې اله کولی شي هر هغه شی چې په ویروس ککړ وي تر سل متري شعاع پورې وپېژني، عجیبه دا ده چې دا اله چې کله د سپاه پرسونل ته نژدې کېږي زنګ وهي."

په دې ټویټ کې بیا پوښتنه شوې ده چې ایا دا امکان لرې چې تر دې وروسته د پیري د موندلو اله جوړه کړئ؟

په دې ترڅ کې د سپاه پاسداران انقلاب ویاند رمضان شریف ویلي دي چې دا اله د ایراني خلاقیت او جسارت محصول ده.

نوموړي تسنیم اژانس ته زیاته کړه چې د دې خلکو غبرګون د دوی د حقارت، کمزوري او له ایراني ارادې او اقتدار سره د ستونزو د حل په برخه کې د بدنیتي څرګندونه کوي.

نوموړي همداراز ژمنه وکړه چې ډېر ژر به د دې الې کمالونه له رسنیو سره شریک کړي.

د ایران د اسلامي جمهوریت یو شمېر ملاتړیو د دې اختراع ملاتړ کړی دی او شوي انتقادونه یې د انقلاب ضد هڅې بللې دي، خو ځینو ملاتړیو بیا ویلي دي چې د سپاه پاسداران انقلاب قومندان ځینو تېر ایستلی دی.