ثبات او همپالنه د سیاسي کړکېچ د حل لپاره خپله طرحه ارګ ته سپاري

ارشیف

په افغانستان کې د روان سیاسي کړکېچ د حل لپاره د اروپايي ټولنې له غوښتنې وروسته د ثبات او همپالنې ډله وايي چې د دې کړکېچ د حل لپاره د دوی طرح په وروستیو پړاوونو کې ده.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم هیله څرګندوي چې د دوی طرح به د افغانستان د روان کړکېچ د حل لاره وي.

د ښاغلي عبدالله ویاند فریدون خوځون پرون ماښام آزادۍ راډیو ته وویل چې د دې طرحې په اړه د دې ټیم د غړو ترمنځ سلا مشورې په وروستیو پړاوونو کې دي.

هغه زیاته کړه: "ټیم کې دننه مذاکرات جریان لري، هر کله چې زموږ سلامشورې پای ته ورسېدې، خپله طرحه وروستۍ کوو او د منځګړو په وسیله یې مقابل لوري ته سپارو، تمه مو دا ده چې دا به وروستۍ طرحه وي او روان کړکېچ ته به د حل یوه لاره پکې پیدا شي، هیله لرو لکه څرنګه چې موږ انعطاف ښودلی مقابل لوری به هم د افغانستان د اوسني وضعیت په خاطر انعطاف وښيي."

فریدون خوځون

ښاغلي خوځون د دې طرحې جزئیات ونه ښودل او دا یې هم ونه ویل چې دې ډلې د روان کړکېچ د حل لپاره دقیقاً په کومو برخو کې انعطاف ښودلی خو د دې ټیم د مشرتابه شورا غړي محمدعاصم د دوشنبې په ورځ آزادۍ راډیو ته وویل چې د اجرائیي صدارت لرونکي حکومت تشکیل او د واک مساوي ویش د دوی مهمې غوښتنې دي.

د ثبات او همپالنې ټیم د خپلې طرحې د وروستي کېدو خبر داسې مهال ورکوي چې اروپايي ټولنې پرون د افغانستان له ټولو ښکېلو اړخونو سیاسي جوړجاړي ته د رسېدو غوښتنه وکړه.

دې ټولنې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په افغانستان کې د اروپايي ټولنې پلاوی، د اروپايي ټولنې د ماموریتونو رئیسان او په کابل کې د ناروې سفیر په روانو سیاسي خبرواترو کې له ښکېلو اړخونو غواړي چې جوړجاړی ته په لوړ درک سره لومړیتوب ورکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، په داسې حال کې چې افغانستان له ناامنیو او نویو ناڅاپي روغتیايي ګواښونو سره لاس ګرېوان دی د افغانانو سوکالۍ او لوړو ګټو ته باید لومړیتوب ورکړل شي.

له دې مخکې متحدایالاتو هم په افغانستان کې د ټولو اړخونو په ګډون د یوه حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې وه.

په همدې حال کې د ولسمشر مرستیال ویاند لطیف محمود تېره شپه آزادۍ راډیو ته وویل په واک کې ګډون، خو له قانون سره په مطابقت کې د حکومت لپاره یو مهم اصل دی.

د ولسمشر مرستیال ویاند لطیف محمود

هغه زیاته کړه: "موږ پر یو پراخ بنسټه حکومت باور لرو، داسې یو حکومت چې د افغانستان د ټولو خلکو استازیتوب پکې وي او د خلکو د ارادې ممثل وي، د حکومت په جوړښت کې له قانون سره سم مشارکت زموږ لپاره یو مهم اصل دی."

په افغانستان کې سیاسي کړکېچ وروسته له هغه پراخ شو، چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ولسمشر اشرف غني د انتخاباتو ګټونکی اعلان کړ خو سیال یې عبدالله عبدالله د انتخاباتو نتیجه ونه منله.

افغان ولسمشر او پخواني اجرائیه رئیس دواړو د مارچ په نهمه نېټه په جلا غونډو کې د لوړې مراسم پرځای کړل.

د دې کړکېچ د حل لپاره د هلوځلو په ترڅ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د مارچ په ۲۳ مه کابل ته سفر وکړ خو هڅو یې نتیجه ورنه کړه.

له دې وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې اعلان وکړ چې له افغانستان سره د امریکا له مرستو څخه سږکال یو میلیارد ډالر کموي او ګواښ یې وکړ چې په راتلونکي کال کې به نور یو میلیارد ډالره مرستې هم راکمې کړي.