افغان حکومت: کابل ته د طالبانو د پلاوي راتګ بیا وځنډېد

قطر کې د طالبانو ځینې استازي- ارشیف

افغان حکومت وایي کابل ته د طالبانو د پلاوي راتګ بیا وځنډېده.

د افغانستان د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند جاوېد فیصل د شنبې به ورځ ازادي راډیو ته وویل، کابل ته د طالبانو د پلاوي سفر ځکه ځنډېدلی چې تر اوسه د بندیانو د خوشې کېدو مېکانېزم نه دی بشپړ شوی.

ټاکل شوې وه نن شنبې د طالبانو یو پنځلس کس ییز پلاوی کابل ته راشي او له افغان حکومت د بندیانو په تبادلې په تخنیکي اړخ خبرې وکړي.

خو افغان حکومت وایي، کابل ته د دغه پلاوي سفر ځکه ځنډېدلی چې تر اوسه د بندیانو د خوشې کولو مېکانېزم بشپړ شوی نه دی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند جاوېد فیصل د شنبې په ورخ ازادي راډيو ته وویل، د مارچ تر یو درېرشمي نېټې پورې به یوازې ۱۰۰ بندیان خوشې شي.

جاوید فیصل

هغه زیاته کړه: "پلاوی نن نه راځي او لامل یې دا نه دی چې د سره صلیب الوتکه نه شته بلکې دلیل یې دا دی هغه مېکانېزم چې باید بشپړ شوی وای هغه تر دې دمه تکمیل شوی نه دی، هر کله چې دا مېکانېزم بشپړ شو، د طالبانو پلاوی به کابل ته راشي څو دلته د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرې وکړي هغه موارد چې موږ مخکې ذکر کړي وه پر هغه به توافق وشي او بیا وروسته د بندیانو د خوشې کېدو پروسه پیل او د مارچ تر یو دېرشمې نېټې پوره به یوازې سل تنه بندیان خوشې شي."

تر دې وړاندې افغان حکومت ویلي تر کومه چې طالبان اوربند ونه کړي او یا هم تاوتریخوالی راکم نه کړي د بندیانو تبادله نه کېږي.

طالبان هم د دغه پلاوي د سفر ځنډېدل مني او وايي چې د سره صلیب له لوري ورته هغه هیلیکوپترې نه دي استول شوي چې دا پلاوی باید په کې کابل ته انتقال شي.

مجاهد دا هم وايي چې په کابل ښار کې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره قیودات وضع شوي او ښار قرنطین شوی دی نو دې مسئلې هم دغه چاره ځنډولې ده.

ذبیح الله مجاهد د دغه پنځلس کسېزه پلاوي نوملړ هم له ازادي راډیو سره شریک کړی، چې مشر یې مولوي ضیا الدین واقف دی او د عبدالحمید اخندزاده، حافظ عبدالقدیر، مولوي عبدالظاهر عمان، مولوي عبدالفتاح، ملا محمد ابراهیم مهاجر، عبدالهادي مالي اخندزاده، قاري عبدالله، ملا عطا محمد محمد، مولوي صدیق الله خبیب، ملا عبدالله اخند، حافض ذاکر الله، مولوي خان محمدنصرت، ملا ذبیح الله او محمد نسیم نومونه هم شامل دي چې به خبره یې د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو به پلازمینې کابل ته راشي.

له دې وړاندې په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي و چې افغان حکومت سره د زندانیانو پر خوشې کېدو هوکړه شوې ده..

ښاغلي شاهین پر خپل ټویټر لیکلي و چې دواړو طرفونو له ۴ ساعته وېډیو کنفرانس له لارې وروسته دې پایلې ته رسېدلي دي.

په افغانستان کې د سره صلیب کميتې ویانده رویا موسوي بیا ازادي راډیو سره په خبرو کې طالبانو ته د هیلیکوپترو په لېږلو کې د ځنډ موضوع نه تايیدوي او نه ردوي او په دې اړه د جزیاتو له ورکولو ډډه کوي.

له دې سره د افغانستان د بشر د حقونو سازمان مشر لعل ګل لعل ازادي راډيو ته وویل چې دواړه لوري دې د بندیان په تشخیص کې دقیق او مناسب عمل وکړي.

د افغانستان د بشر د حقونو سازمان مشر لعل ګل لعل

هغه زیاته کړه: "که په دې بندیانو کې داسې کسان وي چې له ټولنیز عدالت پلي کولو یې سرغړونې کړې وي، یا هم داسې کسان وي چې هغوی حق العبدي دعوې ولري یا هم په دې دواړو لورو بندیانو کې داسې کسان وي چې هغوی په داسې جرمونو تورن وي چې د دوی (حکومت او طالبانو) تر واک پوره نه وي نو باید دوی یې په خوشې کېدو ټینګار ونه کړي."

ښاغلی لعل وایي دواړه لوري هم حکومت او طالبان باید د بندیانو په خوشې کېدو کې ټول اسلامي او نړیوال بشري قوانین او د ولس غوښتنې په پام کې وساتي.

د نوموړي په خبره، دا پروسه له خنډ او ځنډ پرته باید زر تر زره پای ته ورسېږي چې سولې نه زمینه برابره شي.