ګارډین: د امریکا او طالبانو تر منځ د تړون د لاسلیک شېبې لنډېږي

ځینې نړیوالې ورځپاڼې

  • نیویارک ټایمز

امریکايي نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي دا تړون به په حقیقت کې د افغانستان لپاره یوه ازموینه وي او له طالبانو سره د سولې راتلونکي ته هم مهم ګڼل کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پامپيو په حواله جمعه په یوه بیان کې راغلي چې موافقه به د شنبې له پيله اجرا شي.

د پامپيو په حواله زیاته شوې چې تړون به هغه وخت لاسلیک شي چې د تاوتریخوالي سراسري کمښت کامیابه وارزول شي.

د نیویارک ټایمز په لیکنه افغان چارواکو هیله ښودلې چې اوسنۍ موافقه ژر افغان حکومت او طالبان د خبرو مېز ته سره کښېنوي څو د دغه هېواد کړکېچ له سیاسي لارې حل کړي.

ورځپاڼې دا باور هم یاد کړی چې افغان حکومت د انتخاباتو په کړکېچ کې غرق دی او داسې وضعه له شک پرته له طالبانو سره د کابل د سولې د مستقیمو خبرو هڅې ان که تاوتریخوالی کم هم شي پیچلې کوي.

په دوام کې راغلي د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د وروستیو پایلو له اعلان د دریو ورځو په تېرېدو لا هم د امریکا متحده ایالاتونو کوم غبرګون نه دی ښوولی.

په عین حال کې د افغان سولې لپاره د امریکا د خاص استازي زلمي خلیل‌زاد مرستیال مالي في د امریکا د سولې په انستیټوټ کې ویلي چې د هېواد لپاره یې لومړیتوب سوله ده ځکه د افغانستان خلکو سوله ځان ته لومړیتوب ټاکلی.

  • ګارډین

ګارډین ورځپاڼې لیکلي د تاوتریخوالي د کمښت د بهیر په پیل سره د امریکا او طالبانو تر منځ د تړون د لاسلیک شېبې هم لنډېږي.

د افغانستان د مدني ټولنې اکثرو غړو ازادي راډیو ته ویلي چې که د تاوتریخوالي اوونۍ په بریالیتوب سره پای ته ورسي، نو دا به د جګړه ځپلو افغانانو لپاره تر ټولو لویه لاسته راوړنه وي.

د دغه تړون په اساس به طالبان د افغانستان د اسلامی جمهوریت له پلاوي سره بین الافغاني خبرې پیلوي او ورسره به له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر پيلېږي.

د ګارډین په لیکنه تر اوسه روښانه نه ده چې په بین الافغاني خبرو کې به د افغانستان د حکومت په استازیتوب څوک برخه واخلي ځکه طالبانو ویلي د حکومت له استازیو سره یواځې د عادي افغانانو په توګه خبرې کوي.

  • ایکونومیست

ایکونومیست بریټانوي مجلې یوه مقاله د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو د اعلان او د سولې په خبرو لیکلې ده.

په مقاله کې راغلي د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو لانجمنې پایلې په یوه حساس وخت کې راووتلې.

ایکونومیست لیکلي د ټاکنو د پایلو اعلان سیاسي ثبات رامنځته کوي او ګټونکي ته مشروعیت بخښي خو په افغانستان کې له دې دوو یو هم ونه شول.

د افغانستان د ټاکنو کمېسیون اشرف غني په څه باندې ۵۰ فیصدو رایو بریالی اعلان کړ خو اصلي سیال یې عبدالله عبدالله چې رسماً یې څه باندې ۳۹ فیصده رایې ګټلي ځان بریالی بللی دی.

د ایکونومیست په لیکنه د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو په پایلو باندې د امریکا او طالبانو ۱۸ میاشتنیو خبرو چې اوس په ثمر رسېدو دي سیوری غوړولی.