د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۳

وال سټریټ ژورنال: د اشرف غني دوهم دور جمهوري ریاست تأیید شو


ځنې نړیوالۍ ورځپانې
ځنې نړیوالۍ ورځپانې
  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ امریکايي ورځپاڼې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو تر اعلان وروسته په تازه جوړو لانجو یوه مقاله لیکلې ده.

په مقاله کې راغلي چې دواړو ولسمشر اشرف غني او اصلي سیال‌یې عبدالله عبدالله ځانونه بریالي اعلان کړل.

د ورځپاڼې په لیکنه دا اعلان داسې وخت شوی چې افغانستان په یوه خورا حساس سیاسي پړاو کې دی.

له یوې خوا طالبان له امریکا سره د همدې میاشتې په پای کې د سولې د مشروط تړون د لاسلیک خبره کوي او له بلې خوا د ورځپاڼې په لیکنه د ټاکنو په پایلو باندې کړکېچ به افغانستان د ناورین په لوري بوځي.

د لیکوال په باور د افغانستان حکومت اړ دی چې له طالبانو سره د بین‌الافغاني خبرو لپاره واحد دریځ ولري.

په دوام کې راغلي د افغانستان د سپټمبر میاشتې د ولسمشرۍ ټاکنې د درغلیو، سرغړونو، بې‌نظمیو او تخنیکي ستونزو له تورونو سره مل شوې او همدا تورونه د دې لامل شول چې د رأیو بیا شمېرنه اوږده او د پایلو اعلان وخت ونیسي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لیکلي چې غني او عبدالله ان د ۲۰۱۴ کال له جنجالي ټاکنو د یو بل پخواني سیالان یادېږي.

دواړو د شپږ کاله مخکې ټاکنو په پایله کې ځانونه بریالي اعلان کړل او د ورځپاڼې به باور افغانستان‌یې د سیاسي ناورین تر بریده ورساوه، خو هغه وخت د امریکا متحده ایالاتو په منځګړیتوب کړکېچ پای ته ورسېد او دواړه د جمهوري ریاست او اجرائیه ریاست په څوکیو څو کاله پاتې شول.

  • وال سټریټ ژورنال

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې لیکلي چې په افغانستان کې د اشرف غني د دوهم دور جمهوري ریاست تأیید شو.

د ورځپاڼې په لیکنه په داسې حال کې چې امریکا له طالبانو سره د سولې تړون ته د رسېدو لپاره هڅه کوي، د ښاغلي غني مخالفین ګواښ کوي چې موازي حکومت جوړوي او سیاسي ناارامۍ به رامنځته کړي.

په دوام کې راغلي چې د ښاغلي غني سیال عبدالله عبدالله د یوه ټول‌شموله حکومت د جوړولو خبره کړې، خو په دې اړه‌یې وضاحت نه‌دی ورکړی چې خپل حکومت به څنګه جوړوي؟

وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې لیکلي چې د عبدالله په مقابل کې به اشرف غني دوهم وار صحنې ته راشي او له طالبانو سره به د افغانستان د ۱۸ کلن جنګ د پای ته رسولو په هدف د سولې د خبرو لپاره چتمووالی ونیسي.

ورځپاڼې د امریکا او طالبانو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمښت په موافقې هم تمرکز کړی او لیکلي یې دي چې که د اووه ورځو په موده کې د تاوتریخوالي کمښت ښه وارزول شي د امریکا او طالبانو تړون به لاسلیک شي.

په دوام کې د ولسمشرۍ ټاکنو د وروستیو پایلو له اعلان وروسته د طالبانو ګواښ ته هم اشاره شوې چې ویلي یې دي دا کار به د سولې پروسه زیانمنه کړي.

وال سټريټ ژورنال ورځپاڼه د سیاسي کارپوهانو په حواله لیکلي د ښاغلي عبدالله په شمول ټولې سیاسي څېرې چې د اشرف غني د بیا انتخاباتېدو مخالفې دي ښايي د سولې د هڅو د تخریب توان ولري.

د کړکېچ نړیوالې ډلې د افغانستان د چارو پوه اندریو واتکینسن وال سټریټ ژورنال ته ویلي دا د طالبانو په ګټه ده چې سیاسي مخالفان د افغانستان له حکومت واټن ولري.

د ښاغلي واتکینسن په لیکنه عبدالله عبدالله او ټول سیاسي مخالفان غواړي چې د حکومت له حضور پرته به له طالبانو سره په خپلواکه توګه مخ شي څو په نتیجه کې یې خپل دریځ خوندي وساتي.

XS
SM
MD
LG