له ۴ کلونو راهیسې د ارزګان په ۴ ولسوالیو کې مخابرات کار نه کوي

ارشیف

د ارزګان په څلورو ولسوالیو او د مرکز ترینکوټ په نږدې ۷۰ سلنه سیمه کې له تېرو څلور کلونو راهیسې هېڅ مخابراتي شبکه کار نه کوي.

د دې سیمې اوسېدونکي وايي، مخابراتي شبکې وسله والو طالبانو پر مخ تړلي چې دوی يې له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

که څه هم د مخابراتو او یا هم د اترا مسؤلین په دې اړه له خبرو کولو ډډه کوي خو په اترا اداره کې یوې سرچيني ازادي راډيو ته دا هر څه تائید کړل.

له دې سره وسله والو طالبانو هم ازادي راډيو ته تائید کړې چې د خپل ولکې لاندې سیمو په ځینو برخو کې مخابراتي شبکې تړلي دي.

په دې اړه نور اړه نور حال د ازادي راډيو خبریال شریف الله له ارزګان ولایت څخه راکوي چې د لاندې لینک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

ارزګان راپور