د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۱

د ارزګان ځيني اوسېدونکي: وسله وال طالبان مو د سپر په توګه کاروي


د ارزګان مرکز ترینکوټ
د ارزګان مرکز ترینکوټ

د ارزګان ځيني اوسېدونکي وایي چې وسله وال طالبان یې د سپر په توګه کاروي.

دغه خلک وايي، وسله والو طالبانو ښوونځي، مخابراتي شبکې، لويې لارې او د پولیو واکسین د ځانو د ساتني په هدف تړلي او کورونه يې د مرچلو په توګه کاروي.

دوی غوښتنه کوي چې وسله وال طالبان دې په قطر کې پر شوي پرېکړه لیک عمل وکړي او د تړلو ښوونځيو، مخابراتي شبکو، لويو لارو او د پولیو د واکسین مخه دې خوشې کړي.

په هغه پرېکړه لیک کې په عام المنفعه تاسیساتو د بریدونو بندېدل، د خلکو د سر او مال د ساتنې تضمین، د سولې د خبرو دوام او د معیوبو او ناروغو بندیانو خوشې کېدل مهم موارد دي.

په ورته وخت کې بیا د وسله والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي له ازادي
راډيو سره په خبرو کې هغه خبرې رد کړې چې ګوندې دوی خلک د سپر په توګه کاروي
او یادې یې د ښوونځو او د پولیو د واکسین مخه نیولې وي.

په دې اړه نور جزیات د شریف الله شرافت په راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدای شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:56 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG